باز محمد عابد، مشال راډیو
جلال اباد - د افغانستان په ننګرهار کې سیکانو د ويساک ٣١٤ مه کاليزه د يوې ميلې په جوړولو سره ولمانځله.
په سلګونه ښځينه او نرينه سيکان د سره رود ولسوالۍ سلطانپور سيمې ته، چې په کې، له سلګونو کالونو راهيسې، د دوى مذهبي چينه اباده ده، ورټول شوي وو.
دې سیکانو تر يوې لويې خيمې يا تمبو لاندې له خپل مذهبي کتابه، له سرود سره خپلې ګروه ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې کولې.
د سیکانو د عقيدې له مخې په دغه سيمه کې څه د پاسه پنځه سوه کاله پخوا ګرونانک د امسا په وهلو اوبه راايستلې وې، چې دوى د دغې چينې په اوبو لمبل ثواب ګڼي.
((د بابا نانک په لاس کې يوه امسا وه، د الله په حکم يې امسا ووهله او دلته اوبه راوتلې، دا چينه موږ ته ډېر تاريخي ارزښت او لوړ مقام لري. موږ هر کال دلته راځو. سږکال مو د ويساک ٣١٤مه کليزه ونمانځله. او د ګروهـ نانک د پيدايش په ورځ هم موږ دلته راځو او د خپل ګروهـ ياد تازه کوو.))
يو ډله ځوانان سيکهان چې له تمبو څخه د چينې غاړې ته ورغلي وو، په مستۍ او جوش د ډول او سرني سره په ډانګچو وهلو لګيا وو.
د ميرسینګ په نوم يو بل تن وايي چې پخوا به يې د سلطانپور د چينې تر څنګ اته ورځې تيرولې چې هر کال به يې په سلګونه اجتماعي ودونه هم د همدې چينې په غاړه تر سره کول.
ياده دې وي چې په افغانستان کې د تېرو کورنيو جنګونو له امله په سلګونه سيکانې کورنۍ له ننګرهاره هندوستان او نورو هيوادونو کډه شوي چې اوسمهال يوازې ١٢٠ کورنۍ په جلال اباد کې مېشتې دي، چې اکثره نرينه يې د درمسال شا وخوا د طبابت په کار مشغول دي.