ګل ایاز، مشال راډیو
پراګ - له پاکستانه راغلي رپورټونه وايي، په هغې الوتکې کې چې د اپرېل پر ۲۰مه له اسلام اباد سره نېږدې غورځېدلې، شا و خوا ۱۳۰ کسان په کې سپاره ول او د ټولو په اړه ویره ده چې وژل شوي.
چارواکي وايي، دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه د هیواد له جنوبي ښار کراچۍ څخه اسلام اباد ته روانه وه چې په راولپېنډۍ-اسلام اباد کې د بې نظیر بوټو له نړیوال هوايي ډګر سره وغورځېده.
رپورټونه ښيي، چې الوتکه هوايي ډګر ته په رسېدو وه چې د حسین اباد په نوم له یوه کلي سره نېږدې وغورځېده.
حسین اباد او بې نظیر بوټو هوايي ډګر له یو بل سره نېږدې دي.
الوتکه ولې غورځېدلې؟
د پېښې پر مهال په سیمه کې د زښت باد و باران په اړه رپورټونه هم راغلي.
دا الوتکه چې د بوجا ایر په نوم د یوه هوايي شرکت وه، ویاند یې د غورځېدو د ممکنه لامل په اړه له څه ویلو ډډه کړې.
د دې شرکت ویاند ویلي: ((زه د [الوتکې د غورځېدو] لامل په اړه څه نه شم ویلای. پیلوټ ډېر ښه وو. هغه له ۳۰ کالونو زیاته تجربه لرله.))
رپورټونه وايي، هیلي کاپټرې د خراب موسم له وجې بیرته ستنې شوې دي.
د الوتکو د غورځېدلو لاملونه
الوتکې ولې غورځېږي؟ د دې پوښتنې د ځواب له پاره مې په د الوتکو له پخواني انجینر فاروق سره مرکه وکړه.
انجینر فاروق شاه وايي، د خراب موسم له وجې ښايي الوتکه بجلۍ یا برېښنا وهلی وي.
له نوموړي سره پوره مرکه دلته اورېدای شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.