د لاسرسي ځای

تازه خبر

الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي، پلټنې روانې دي


د پېښې د ښکار شویو سامانونه او د بدن ټوټې
د پېښې د ښکار شویو سامانونه او د بدن ټوټې

پراګ - له پاکستانه راغلي رپورټونه وايي، په هغې الوتکې کې چې د اپرېل پر ۲۰مه له اسلام اباد سره نېږدې غورځېدلې، ۱۲۷ کسان په کې سپاره ول چې ټول وژل شوي دي.


پلټنې پیل شوې دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي، له اسلام اباد سره نېږدې د مساپر وړونکې الوتکې د لوېدو لامل مالومولو له پاره پلټنې روانې دي.

د رپورټونو تر مخې دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه وه چې له کراچۍ، اسلام اباد ته روانه وه.

رحمان ملک ویلي، د الوتکې هغه آله یې موندلې چې په کې ټولې خبرې او د الوتکې د مشیني ځایونو په اړه مالومات ثبت وي.

دې آلې ته بلیک باکس یا تور بکس ویل کېږي.

ملک وايي: ((تور بکس مو موندلی دی. ما د پېښې په ځای کې خبریالانو ته دا آله ښودلې ده.))

د ده په خبره، دا آله د پلټنو په بهیر کې ورسره مرسته کولای شي.

د پېښې پر مهال په سیمه کې د زښت باد و باران په اړه رپورټونه هم راغلي.

دا الوتکه چې د بوجا ایر په نوم د یوه هوايي شرکت وه، ویاند یې د غورځېدو د ممکنه لامل په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د دې شرکت ویاند ویلي: ((زه د [الوتکې د غورځېدو] لامل په اړه څه نه شم ویلای. پیلوټ ډېر ښه وو. هغه له ۳۰ کالونو زیاته تجربه لرله.))

له بیړنيو حالاتو سره د مبارزې چارواکي وايي، تر پېښې وروسته اور ولګېد.

د پاکستان ټیلي ویژن چینلونو د غورځېدلې الوتکې او د مساپرانو د سامانونو ټوټې او برخې ښودلې دي چې پر ځمکه پرتې وې.


د وژل شویو پېژندګلوي

په وژل شویو کې تر دې دمه د ۷۰ کسانو مړي پیژندل شوي او د پاتې نورو پېژندګلوۍ هڅې کېږی.

د مشال راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي، له ۳۰ تر ۴۰ پورې د کسانو پیژندګلوي نه ده شوي او دوی به د ډي این اې د معاینې په وسیله وپېژندل شي.


د پېښې ځای

چارواکي وايي، دا بوینګ ۷۳۷ الوتکه د هیواد له جنوبي ښار کراچۍ څخه اسلام اباد ته روانه وه چې په راولپېنډۍ-اسلام اباد کې د بې نظیر بوټو له نړیوال هوايي ډګر سره وغورځېده.

رپورټونه ښيي، چې الوتکه هوايي ډګر ته په رسېدو وه چې د حسین اباد په نوم له یوه کلي سره نېږدې وغورځېده.

حسین اباد او بې نظیر بوټو هوايي ډګر له یو بل سره نېږدې دي.

تر اوسه دا هم نه ده ښکاره چې څومره کسان په الوتکه کې ول، او په دې اړه ضد و نقیص اطلاعات دي. ځینې رپورټونه وايي، په الوتکه کې ۱۱۸ مساپر او ۹ کسان د الوتکې د انتظام او چلولو کار کوونکي ول.


کورونو ته زیان رسېدلی

دا الوتکه په یوه داسې سیمه کې غورځېدلې چې هلته د خلکو کورونه دي.

په اسلام اباد کې ځايي سرچینو مشال راډیو ته ویلي، په سیمه کې شا و خوا ۱۰ کورونه وسوځېدل.


د ولسمشر تعزیت او د پلټنو امر

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له اسلام اباد سره نېږدې د الوتکې د غورځېدو پر پېښې د زښت خپګان او خواشینۍ څرګندونه کړې ده.

د پاکستان دولتي خبري اژانس (اسوشي اېټډ پریس آف پاکستان) وايي، الوتکه له اسلام اباد سره نېږدې د حسین اباد په سیمه کې غورځېدلې ده.

زرداري ویلي، د اپرېل پر ۲۰مه پر دې پېښې زښت خپه دی چې د رسنیو له وینا سره سم، په کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

اژانس لیکي، له کورنیو سره د خواخوږۍ پر څرګندونو سر بېره زرداري اړونده چارواکو ته ویلي، د مرستندویه کارونو له پاره دې هر ممکن ګام واخلي.

زرداري ویلي، په اسلام اباد او کراچۍ کې دې د مالوماتو څانګې جوړې کړل شي چې د پېښې ښکار شویو کورنیو ته پر وخت ټول مالومات ورسول شي.

بیان وايي، زرداري امر کړی دی چې د پېښې پوره پلټنې دې وکړل شي او رپورټ دې ولسمشر ته ورکړل شي.

د الوتکو معیار

د رپورټونو تر مخې بوجا ایر یو وړوکی کاروباري شرکت دی چې په ۲۰۰۰ز کال کې یې د مالي مشکلاتو له کبله خپل کار درولی وو.

په پاکستان کې هوايي صنعت پراخېږي خو نقادان وايي د دې معیار د فعالیت له زیاتېدو سره سم نه ساتل کېږي.

د ۲۰۱۰ز کال په جولای کې په پاکستان کې د ایر بلو شرکت یوه الوتکه د اسلام اباد د مارګلې له غرونو سره غورځېدلې وه چې په کې سپاره ټول ۱۵۲ کسان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG