کابل- د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوې ګډې خبري غونډه کې افغانستان ((له ناټو بهر د امریکا یوه مهم ملګري)) اعلان کړ.
نوموړې وویل: ((زه نن په خوشالۍ دا اعلانوم، چې ولسمشر باراک اوباما په رسمي ډول افغانستان له ناټو د باندې د امریکا مهم یا لوی ملګری نومولی دی. موږ دې اعلان ته د افغانستان د راتلونکې په اړه د امریکا د ژمنتیا د یوې مهمې بېلګې په توګه ګورو.))
دا سفر د ټوکیو له کنفرانسه، چې په کې له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې په مرستو خبرې کېږي، یوه ورځ مخکې شوی دی.
په دې کنفرانس کې به د نړۍ تر ۷۰ د زیاتو هېوادو او نړېوالو موسسو استازي ګډون وکړي.
افغانستان هیله لري، چې د ټوکیو په غونډه کې به نړېوال تر ۲۰۱۵ز کال وروسته، ورسره تر ۱۰ کالونو ،هر کال نژدې څلور اربه امریکايي ډالره مرستې وکړي.