لغمانیان د طالبانو پر ضد راپاڅېدل






فرانس پریس خبري اژانس په یو رپوټ کې لیکي چې د افغانستان په یوه ختيځه سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي خلک راپاڅېدلي دي. رپوټ د دې پاڅون کوونکو له خولې لیکي چې دوی د وسله والو طالبانو له ظلمونو تنګ شوي دي او نور نه شي کولای چې هغوی په خپله سیمه کې وزغمي. د سیاسي چارو یو کارپوه وايي حکومت ته په کار ده چې داسې پاڅونونه په خپله سمبال کړي او که داسې ونه شي نو د هغه په خبره له دې نورې ستونزې جوړېدای شي.


فرانس پریس خبري اژانس د دې رپوټ په پیل کې لیکي ، په دې اونۍ کې د افغانستان د لغمان ولایت په ختیځ ښارګوټې علیشنګ کې شاوخوا دوه سوه قبایلي کسان راغونډ شو او دې ته یې د وسله والو طالبانو پر ضد د پاڅون نوم ورکړ.

رپوټ لیکي ، دې شاوخوا دوه سوه کسانو چې کلاشنکوفونه او توغندي ورسره وو خپله خبره په ډاګه وکړه.

د دې پاڅون کوونکو یوه مشر غلام رسول فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي ، وسله وال طالبان د دوی پر خلکو ظلم کوي او دوی نور د هغوي له دې ظلمه تنګ شوي دي.

غلام رسول زیاته کړېده ، چې دوي د وسله والو طالبانو پر ضد ولاړ دي ، او نور به وسله والو طالبانو ته د دې اجازه ورنه کړي چې د دوی خلک یرغمال کړي او ویې وژني.

د لغمان ولایت حکومتي ویاند اژانس ته ویلي چې په علیشنګ کې رامنځ ته شوی پاڅون د هغې لړۍ تازه برخه ده چې په غزني ولایت کې پیل شوې وه.

فرانس پریس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د سرچینو له خولې لیکې ، د مې میاشتې په منځ کې له خپلو وسلو سره راپورته شوو پاڅون کوونکو اوس د دې ولایت په اندړ ولسوالۍ کې یو شمېر سیمې په خپله ولکه کې اخیستي دي.

دې پاڅون کوونکو هلته د وسله والو طالبانو مخه نیولې ده او په لسګونه هغه ښوونځي یې بیرته پرانستي دي چې وسله والو طالبانو تړلي وو.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي ، که څه هم دا پاڅونونه په لومړي پړاو کې دي خو بیا یې هم وسله وال طالبان پرېشانه کړي دي.

له طالبانو سره تړلي یوه کس چې په پاکستان کې دی ، اژانس ته ویلي ، زیاتره ولایتونه د طالبانو په واک کې وو خو اوس هغوي د هلمند ، کندوز او په دې نژدې ورستیو کې د کندهار ، زابل او غزني غوندې ولایتونو کې سیمې له لاسه ورکوي.

د اژانس په لیکنه ، د وسله والو طالبانو له سیاسي څانګې سره اړه لرونکي دې کس چې زیاتره وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ سفرونه کوي ، زیاته کړه چې وسله والو طالبانو ځکه دا سیمې له لاسه ورکړې دي چې هغوي خلک له بنسټیزو اسانتیاوو په خاصه توګه له ښوونځو بې برخې ساتي.

د علیشنګ ولسوالۍ د پاڅون یوه بل مشر نور زمان له فرانس پریس خبري اژانس سره به خبرو کې ویلي ، وسله وال طالبان د دوي د مشرانو سپکاوی کوي او وژني یې. د هغه په خبره دوي اوس پرېکړه کړېده چې د دې مخه ونیسي.

هغه ویلي ، د دوی د را ټولېدو مانا دا ده چې نور به د دوی په سیمه کې و وسله والو طالبانو ته هرکلی ونه ویل شي او که چیري هغوی د دوی سیمو ته ورغله نو دوی به یې ووژني.

اژانس د سیاسي شنونکي او د وسله والو طالبانو د رژیم د پخواني چارواکي وحید مژده له خولې لیکي ، څنګه چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو تیاري کوي ، وسله والو طالبانو د خپلو فعالیتونو په پراخولو بیل کړی دی.

د وحید مژده په خبره ، څومره چې وسله وال طالبان د خپلو فعالیتونو ساحه پراخوي هغومره دا ورته ګرانیږي چې خپل کومندانان او وسله وال قابو کړي. هغوی په سیمو کې خلک ځوروي او هغوی ورته په غصه دي.

په کابل پوهنوتون کې د افغانستان سنټر په نامه څانګې مشر عبدالوحید وفا بیا اژانس ته ویلي چې دا به تر وخت له مخه خبره وي چې ګواکي دا یو پاڅون دی.

د هغه په خبره دوی په دې نه دي پوه چې روښتیا دا ولسي پاڅون دی که دا خلک هیواد استخباراتو را پارولي دي.

عبدالوحید وفا زیاته کړېده ، داسې کېدای شي چې دا د وسله والو طالبانو پر ضد د یو نامتو پاڅون بڼه خپله کړي. او د دې امکان هم شته چې په شته ستونزو کې د زیاتوالي سبب شي.

د عبدالوحید وفا په خبره افغان حکومت ته په کار ده چې د داسې پاڅونونو چارې پر وخت په خپله سمبال کړي.