په لغمان ولايت کې د يوه قوماندان په شمول څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لغمان ولايت د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې د سی شنبې په مازيګر د دغه ولايت د الينګار ولسوالۍ په څنډو کې افغان او ايتلافي ګډو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې د يوه قوماندان روح الله «کاوون» په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
افغان سرحدي ځواک زياتوي چې قوماندان کاوون د لغمان ولايت په اړوندو کې په ګڼو ورانکاريو کې لاس لرلو.
په دې اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته لا څه نه دي ويلي.
د دې برسېره په کاپیسا ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په وسله والې نښته کې د یوې میرمنې په ګډون، د عامه نظم یو پولیس وژل شوی او یو سیمه ایز پولیس په کې ټپي دی .
د کاپيسا د والي ویاند قیس قادري ددې پیښې په منلو سره وویل، دا نښته د سېشنبې په ورځ ددې ولایت د تګاب ولسوالۍ په جاروخیلو سیمه کې شوې ده.
د طالبانو ویاند ددې پیښې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې امنیتي ځواکونو ته زیات زیان رسید لی دی .