سړک غاړې چاودنې پنځه افغان سربازان ووژل




افغان چارواکي وايي، د ګړوچ و بادپښ ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله د ملي اردو شپږ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه پيښه نن سهار شاخوا نهه بجې په چينې نومې سيمه کې رامنځته شوې ده.

د لغمان ولايت له مطبوعاتي ادارې څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د لومړۍ لوا د دوهم کنډک اکمالاتي کتار د لغمان مرکز ته په لاره وو چې د سړک غاړې بم پر وچادويدۍ. چې ۵ تنه د ملي اردو سرتيري په کې ووژل شول او يو تن په کې ټپي شوی دی.

د وسله والو طالبانو وياند زبيح الله مجاهد ددې چاودنې مسووليت منلى او په يوه ټېلفوني پيغام کې يې ويلي چې پېنځو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.