د برتانيیا اېنډيپېنډېنټ ورځپاڼه وايي، د هغه مشکوکه کس خور چې ورباندي پر ملاله يوسفزۍ د بريد تور دی له ملالې بخښنه غوښتې ده او زیاتوي چې ورور يې کورنۍ ته بې عزتي ور اړولې ده.
د ورځپاڼې په وينا ريحانه حليم په سوات کې له يوه ټيليويژني چينل سره په مرکه کې ويلي، ملاله ددې د خور په شان ده .
پوليس وايي د ريحانې ورور عطاوالله له هغو درې کسانو دی چې پوليس يې د حملې په تور کې د نيولو په لټون دی.
ريحانې ويلي، ورور يې يو داسي کار کړی چې د زغملو وړ نه دی. دې ويلي، د خپلي ټولې کورنۍ په استازيتوب د ملالې د ژر جوړيدو او په سوات کې بيرته د خپل عادي ژوند پيلولو ته یې هيله منه ده.
ريحانه حليم سی اين اين ټيلي ويژن ته ويلي، د بريد وروسته امنيتي چارواکو د ټول کور تلاشي واخیستله او دوی يې پخپل حراست کې و ساتل. د دې په وينا د ماشوم مور جوړېږي، نو ځکه پريښودل شوه خو خاوند او نور خپلوان يې لا هم په بند کې دي.
د ماشومانو د تعلیم لپاره وړوکې مبارزه ملاله یوسفزۍ لا هم د برتانییا په کوین الیزبت روغتون برمنګم کې تر درملنې لاندې ده.