په پيښور کي تير ماسخوتن پوليسو يو ځان مرګی بريد ګر او له هغه سره یو مرسته کوونکی نيولي دی دی چې دی یې هدف ته رساوه.
د پيښور د سر بند د پوليسو يو چارواکي مشال ريډيو ته وويل چي د سېشنبی په ماسخوتن د سربند پوليسو د باړی نه راروان يو موټر سائيکل په ناکه ودرولو او سمدستي يو ځان مرګی بريدګر د موټر سائيکل نه په تيښته شو او په ځمکه څملاستو او چغې بغارې یې کړې چې زما خوا ته مه راځی. زما له وجود سره بارود تړل شويدي.
د ممکنه ځانمرګي بریدګر مرسته کوونکی
پوليسو بم ناکاره کوونکې ډله رااوبلله او د ځان مرګي بريد ګر خودکش جيکټ یې ناکاره کړو- په دی لړ کې د پوليسو د بم ناکاره کوونکي ډلي اې آی جي شفقت ملک مشال ريډيو ته وويل چي بم ناکاره کوونکي ډلي په کاميابۍ سره له هغه نه ځانمرګي جيکټ لري کړو او د هغه په ژوندي نيولو کې بریالي شولو او په پيښور کي یې د ترهه ګرۍ يوه لويه هڅه شنډه کړه.
د سېشنبی په ماسخوتن باړه روډ د پوليسو د دې عملياتو پر مهال د هر ډول ټريفک لپاره تړل شوی وو او کله چي د ځانمرګي بريد ګر جيکټ ناکاره کړل شو نو ممکنه ځان مرګی بريد ګر او له هغه سره مرسته کوونکی ملګری رسنيو ته هم وښودل شولو او بيا د پلټنو لپاره دواړه نامعلومه ځای ته د امنيتي ادارو په ګاړو کي واستول شول.
پوليسو مشال ريډيو ته وويل چي د ځانمرګي جيکټ اغوستونکي ديارلس کلن بلال تعلق د باړی خيبر ايجنسئ سره دی او د هغه هدف ته د رسولو هڅه کوونکي جهانګير تعلق د پيښور دله زاک روډ مومن ټاون څخه دی-