د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، چې د صوبې په نارامه سیمو کې به له کرارۍ راتلو سره سم د پاکستان پوځ له دې سیمو وځي.
صوبايي وزیر میا افتخار حسېن د سېشنبې په ورځ د صوبايي کابینې تر غونډې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د پښتونخوا حکومت او پاکستاني پوځ ترمنځ تړون شوی وو چې کله په مالاکنډ کې امن پر ځای شي نو پوځ به ټول واک و اختيار ځايي انتظامییې او پولیس ته سپاري او دوی به خپلو بارکونو ته ځي.
(( له دوی سره مو دا خبره مخکې سپینه کړې وه چې کله امن راځي دوی به هم ورو ورو خپلو بارکونو ته ځّي، او واک به ځايي انتظامییې ته سپاري، او اوس په مالاکنډ کې هغه وخت راغلی او دوی په لومړي سره کې له بونیره ووتل، له شنګلې او کالامه ووتل، له مدېن څخه ووتل او دغه ډول چې چېري هم حالات سمېږي دوی به ځي.))
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.