غلام غوث مشال راډيو
پېښور:- د دوشنبې په ماښام د پښتونخوا د اسمبلۍ غونډي ته پخپله تفصيلي وينا کې د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين د پيښور په باچا خان هوایی ډګر د وسلوالو لخوا د بريد په لړ کې وويل چې که وسلوال هر څومره طاقتور وي خو امنيتي ادارې به یې په مېړانه مقابله کوي او د وسلوالو بريدونه به هم دا ډول پر شا تمبوي-
نوموړي وويل((دا ډيره لويه پيښه ده او د هوايي ډګر په خوا کې په ډير حساس ځايي کې شويده،خو دا يو پيغام هغوی ته لاړو او ولس ته هم دا خبره کول غواړو چې که وسله وال ډير هم مظبوط وي او که ډيره لويه منصوبه یې هم جوړه کړې وي،خو نن موږه د خپلو ارادو په بنياد، اوزموږ د امنيتي ادارو په بنياد چې په کوم مېړانه د هغوی پر وړاندې وښودله، په خصوصي توګه پوليس،ولس ته هم دا پيغام ورکوو چې حالات که ډير هم سخت شي او که ترهګر هرڅومره واقعات کوي خو دومره زور او دومره پخې ارادې لرو چې ددغه خلکو ارادې مو ناکامه کړې دي))
پرباچا خان هوايي ډګر دوه ورځي (د خالي ورځ) وړاندي د بريد په اړه د اسمبلۍ غونډي ته پخپله تفصيلي وينا افتخار حسین وویل، چې په دغه بريد کې بهرني وسله وال کارول شوي وو- نوموړي زياته کړه((په هغوی کې پر موقع د څلورو کسانو پته هم ولګيده، هغوی پر خپلو بدنونو خالونه وهلي ول دا خالونه د دوي د تنظيمونو خپلي نښي وي، چې د یوه بل پېژندګلو ورباندې کوي، ځکه له شکله بل نه شی پېژنولای نو په دې خالونه یو بل سره پېژنوي. او د خپلي نښي نه یې پته لګي چې دا زموږ د تنظيم غړی دی. دا يو زړه طريقه په دوی کې دود ده، چې عرب چېچن ازبک او تاجک وسله وال یې کاروي، خو موجوده بريد کې زيات امکان دا دی چې ازبک وسله وال ول او ورسره د داغستان خلک هم وو))-
په جمرود بازار کې د تازه چاودني په لړ کې د اسمبلۍ غونډي ته په خپله وينا کې ميا افتخار حسين وويل چې د تره ګرۍ په لړ کې دې مرکزي حکومت قبایيلي ولس ته هغه مراعات ورکړي، چې د بندوبستي سيمې ولسونه ته ورکول شوی دی-
نوموړي وويل(( زه دوه ځل مخکې جمرود ته تلم نو هغه وخت ما ته امنيتي ادارو اجازه رانه کړه، نن یې هم اجازه نه راکوله خو ما ویل زه ځکه ځم چې زموږ قبايلي وروڼه دا و نه وايي، چې په بندوبستي سيمو کې خو دوی تپوس کوي خو زموږ تپوس نه کوي، او هغوی هلته کې راته وويل چې زموږ مراعات د بندوبستي سيمو نه کم دي،نو زه د صوبايي حکومت د ترجمان په حيثيت او د اسمبلي د غړي په توګه ستاسو له لارې له مرکزي حکومته غوښتنه کوم چې د تره ګرۍ په لړ کې قبایيلي ولس ته هغومره مراعات ورکړي چې د بندوبستي سيمي ولس ته ورکړل شوي دي))-
د يادوني وړ ده چې په بندوبستي سيمو کې د تره ګرۍ په پيښو کې د وژل شوي کس کورنۍ ته درې لکه او ژوبل شوي کس کورنو ته يو لاک روپۍ ورکول کېږي او قبایيلي سيمو کې د مړي په سر يو لاک او د ژوبل په سر پنځوس زره روپۍ ورکول کېږي-