کابل - افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، افغان امنیتي ځواکونه باید وروسته له دې د عملیاتو پر مهال له بهرنویو ځواکونو هوايي مرسته و نه غواړي.
ولسمشر کرزي د شنبې پر ورځ د افغانستان د ملي پوځي اکاډمۍ لیدنې پر وخت وویل، د افغان ځواکونو دغه غوښتنه په دې نېږدې ورځو کې د دې سبب شوه؛ چې په کونړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ملکي افغانان ووژل شول.
د یادونې وړ ده چې د چارشنبې پر ورځ د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د عملیاتو پر وخت د بهرنیو پوځیانو په بمبارۍ کې ۱۰ افغان ولسي وګړي ووژل شول.
تر دې وروسته، افغان ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ وروغوښت او له هغه یې سپیناوی وغوښت.
جنرال ډنفورډ وویل، د دې پېښې پلټنې کوي او د خپګان ښودنه یې وکړه.