راز: پاکستان دې ژر تر ژره مرسته وکړي

Afghanistan -- Afghan presidential deputy spokeswoman Hadela Raz, 20Mar2013


د افغان ولسمشر مرستیاله ویانده وايي، د افغانستان حکومت په هېواد کې د سولې د راوستو په هڅو کې د اسلام آباد مرستې ته د قدر په سترګه ګوري خو که پاکستان په دې برخه کې په همکارۍ کې ځنډ کوي، نو افغان حکومت انتظار نشي ورته کولای.

عادلې راز وویل، کابل به د اسلام آباد له همکارۍ پرته هم د سولې هڅې جاري وساتي.
د افغان چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې افغان حکومت هغه همکاري چې له پاکستان څخه یې تمه درلوده نه ده ترلاسه کړې.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د ولسمشر مرستیالې ویاندې تقریبا همدا وینا په یوه بله بڼه وکړه:
په روانه اونۍ کې د پاکستان د بهرنیوچارو د یوه مقام له څرګندونو وروسته چې ویې ویل په افغانستان کې د سولې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ په خپله افغان ولسمشرحامدکرزی دی دا څووم ځل دی چې د حکومت چارواکي پر پاکستان سختې لفظي حملې کوي.

په دې ترڅ کې د بهرنیوچارو وزارت مرستیال وزیر جاوېد لودین او ورپسې د افغان ولسمشر ویاند اېمل فیضي په جلاجلا څرګندونو کې پر پاکستان تور ولګاوه چې غواړي په افغانستان کې د پخلاینې هڅې ناکامې کړي.

بلخوا اېمل فیضي فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، اسلام آباد غواړي افغانستان له هند سره اړيکې پرې کړي او د ملي اردو افسران دې په پاکستان وروزل شي. عادلې راز د پاکستان شرایطو ته اشاره وکړه او ویې چې دا شرطونه افغانانو ته د منلو وړ نه دي:
مېرمن راز د افغان حکومت پر دې دریځ یوځل بیا ټینګار وکړ چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله سیمه کې سوله غواړي.

د دولت د ریاست مرستیالې ویاندې د ډیورڼد کرښې بلې غاړې ته د پرتو سیمو له خلکو سره د افغان دولت خواخوږي څرګنده کړه او په دې سیمو کې د تروریستي فعالیتونو او بې ثباتۍ د له مینځه وړلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.