سږ په ۲۰۱۳م کال د مې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د ټول پاکستان په ګډون د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی.
د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د کورمې ایجنسۍ۳۷ حلقې لپاره امیدواران مېلمانه کړي.
د جمعیت علما اسلام فضل الرحمن ډلې امیدوار مولانا عین دین، د عوامي نېشنل پارتۍ امیدوار دولت علی، د پاکستان پیپلز پارټۍ امیدوارحمید حسین توري ، د پاکستان تحریک انصاف امیدوار حفیظ الله، ازاد امیدوار محمد جعفر او د جماعت اسلامي امیدوار حکمت خان دی.
د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.