په هلمند کې شپږ کسان ووژل شول



افغان چارواکي وايي چې په هلمند کې نن سشنبې پر ورځ په دوو بيلو چاودنو کې شپږ ولسي کسان وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون لس نور ټپيان شوي دي.



د هلمند د امنيې کومندانۍ مرستيال محمد اسماعيل د ټليفون له لارې مشال راډيو ته وويل چې نن سشنبې سهار په مارجه کې يو ټونس ډوله موټر د سړک پر غاړه پر اېښوول شوي ماين ور برابر شو چې په ترڅ کې يې درې ولسي وګړي ووژل شول او يو بل ټپي شو.

بلخوا د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې په يوه جوړ شوي اونيز بازار کې چاودنه شوې چې درې ولسي وګړي پکې وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي. تر اوسه د دې پيښو مسوليت چا په غاړه نه دی اخستی.