مردان کې په یوې حجرې کې مشاعره وشوه. دې بانډار ته سندرغاړې هم ورغلي وو.
حجره د پښتني کلتور هغه تاریخي برخه ده چې د پيړیو پيړیو زوړ تاریخ لري.
حجره کې یواځې د میلمنو د چای ډوډۍ خوړو لپاره نه بلکې د مړي ژوندي، جرګو مرکو او موسیقۍ باڼدارونه هم ترسره کېږي.
د شپې له خوا د کلو په حجرو کې ځوانان را غونډېږي، موسیقي غږوي او نورې مشغولاوې په کې کوي.
اسرار اتل د مردان په یوه لرې پرته سیمه کې دغې حجرې ته ورغلی چې د خیبرپښتونخوا له بیلابیلو سیمو نه ګڼ شمیر شاعران د موسیقۍ په یوه ناستي کې سره راغونډ شوي وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.