ځانمرګي برید په مردان کې ۲۰ تنه ووژل


د خیبرپښتونخوا د مردان ضلعې په شیر ګړه کې د یو ځانمرګی برید په نتیجه کې د اسمبلۍ د غړی عمران مومند په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي.


د مشال راډیو د خبریال د راپور تر مخه بمي چاودنه د جنازې پر مهال شوې ده .

پولیس وایي چې تر اوسه پورې چا د پیښې پړه نه ده منلې ، خو د دې نه وړاندې په دغه سیمه کې د ځانمرګی بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې ده .