د کندهار د امنیې قوماندانی وایي چې؛ نن سهار د دې ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې نهه تنه ولسي افغان وګړي ووژل او درې نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق مشال راډیو ته وویل چې؛ دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د خاکریز او ژېړۍ ولسوالیو پر لار د مساپرانو پر یوه ګاډي (فلایینګ کوچ) شوې ده.
جنرال عبدالرازق همدا راز وایي چې؛ په مړیو کې اته ښځې او یو ماشوم شامل دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت حمله غندلې او دا یې د طالبانو کار بللی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.