بریالي روان په ټولو اسلامي هیوادونو غږ وکړ، چې د خوست د سرحدي ولایت د خلکو سره د ژوندانه په بیلابیلو ډګرونو کې مرستو ته ورودانګي.
په خوست کې د عربي متحده اماراتو د هلال احمر ادارې له خوا هر ماښام نږدې درې سوه کسانو ته روژه ماتی ورکول کیږي، په ښار کې ډیری هغه خلک یاد روژه ماتي ته ورځي، چې د لاس مزدوري کوي او یا ډیر غریب وي، هغوی دا پروګرام ګټور بولي او غواړي، چې نوموړی هیواد خوست سره لا ډیرې مرستې وکړې.
د خوست په مرکزي جامع جومات کې د هرې ورځې د روژې په ماښام روژه ماتي لپاره ډیر شمیر خلک چې پکې بې وزله او غریب بوډاګان، ځوانان، ماشومان او مسافر وي راغونډیږي، دوی لپاره د ماښام له لمانځه دمخه په دسترخوان باندې ټاکلي کسان، چې ځانګړی لباس لري ډوډۍ برابروي، د غوریو تر منځ دومره واټن وي، چې دوه درې کسان پرې ځاییږي، په غوریو کې وریجي، د غوښې وړه ټوټه، لږه قورمه او په ځانته پلیټ کې د هندواڼو ټوټې ايښودل شوي وي.
د خوست د لوی جومات خیراتي روژه ماتي ته د ګڼو مراجعینو ورتګ دا ښيي، چې لا هم د افغانو یوه لویه برخه په بې وزلۍ او غریبۍ کې وخت تیروي، دوی ته یو روژه ماتۍ ډیر ارزښت لري او که چیرې په دې دسترخوان د نورو کسانو ځای وي، نو ښايي، چې د مراجعینو شمیر لا ډیر شي.
روژه ماتۍ داسې برابر شوی، چې باید د ماښام له لمانځه وروسته وخوړل شي، د جمې د لمانځه دا وخت څه اوږد شانتې انتظار مالومیږي، ځکه په عام ډول په کورونو او په ځینو کلیوالي جوماتونو کې لمونځ کوونکي په اذان پورې پیوست روژه ماتۍ کوي او وروسته د جمې لمونځ، دا ډول انتظار د ماشومانو او تنکیو زلمیانو لپاره لږ څه ګران وي، ځکه هغوی لا د جمې د لمونځونو په فضائیلو او ګټو ښه نه پوهیږي.
دا چې د خوست په مرکزي جامع جومات کې د یاد پروګرام تابیا چا کړې ده، د پروګرام تنظیمونکی او د هلال احمر د ادارې استازی سخي الرحمان يې په اړه داسې وايي:
((دغه پروګرام د متحده عربي اماراتو د هلال احمر د موسسې له خوا تمویلیږي، زموږ مکمله بودجه اتیا زره ډالر دي، په دریو ولایتونو کې د ۲۱ زره افطار کوونکو لپاره دا پروګرام ترتیب شوی دی، چې د ۲۸۱ په تعداد باندې په خوست کې هم دغه پروګرام نیول شوی او هم به ټوله روژه تمویل کیږي.))
د یادې موسسې یو تن کارکوونکی چې د خیبر پښتونخوا اوسیدونکی دی، د روژه ماتي د خوراکونو په تړاو وايي:
((زما نوم الطاف دی، موږ دلته تقریباً درې سوه خلکو ته خوراک لکه وریجې، غوښه، میوه او غیره ورکوو، دا پروګرام د روژې د اولې ورځې څخه شروع شوی دی او انشاالله تر اخري روژې پورې به روان وي، که څه هم دا پروګرام د دریو سوو خلکو لپاره دی، خو د خلکو شمیر درې نیم یا څلورسوه کسان هم شي یا له دې هم ور ډیر شي.
زیاتره دلته غریبانان خلک راځي، مسافر راځي، عام خلک راځي او ماشومان په کې راځي، که خلک ډیریږي، نو موږ خو په اصل کې د یو یا دوو کسانو په سر یوه غوري ټاکلي، مګر که زیات شول بیا مجبور دي، چې په غورۍ درې کسان هم کیني.))
د روژه ماتي لپاره جومات ته دوو تنو راغلو کسانو هم له مشال راډیو سره خپل نظرونه داسې شریک کړل:
((الف-زه سردار ولي نومیږم د یعقوبیو اوسیدونکی یم، د ورځې له خوا په خوست ښار کې مزدوري کوم، خو اوس په روژه کې د مزدوریو خوند نشته، په هفته کې دوه ورځې هم مزدوري نه پیدا کیږي، زه دا لس ورځې په ستر جومات کې روژه ماتوم ، دا روژه ماتۍ ځکه ښه دی چې مزدوري و نه کړې نو، مړۍ به له کومه شي، دلته دومره څه پیدا کیږي، چې ورځ پرې تیروو.
ب-زما نوم حبیب الله دی، د لوګر ولایت اوسیدونکی یم، دا دوولس ورځې کیږي چې دلته راځم او روژه ماتۍ کوم، په ډوډۍ کې وریجې وي، تر کاري وي او دا میوه ورسره وي، ښه روژه ماتۍ ده شپه او ورځ پرې تیریږي))
د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان هم له افطاري (روژه ماتي) څخه د کتنې پر مهال مشال راډیو سره په خبرو کې د عربې اماراتو د مرستو څخه مننه وکړه او ويې غوښتل چې نوموړی هیواد دې دا ډول مرستې لا زیاتې کړي:
((موږ د متحده اماراتو د ټولو هغو مرستو نه مننه کوو، چې د خوست له خلکو او ولسونو سره يې کوي، زموږ غوښتنه د نوموړي هیواد او سفارت څخه يې دا ده، چې په خوست کې په بنسټیزو پروژو باندې تمرکز زیات کړي او د دې تر څنګ هغو ټولو بشري مرستو ته ادامه ورکړي، چې په دې ځای کې د بې وزله خلکو ستونزې هوارولای شي او د بې وزله خلکو د ژوند په ښه کولو کې اساسي مرسته کولای شي.))
بریالي روان په ټولو اسلامي هیوادونو غږ وکړ، چې د خوست د سرحدي ولایت د خلکو سره د ژوندانه په بیلابیلو ډګرونو کې مرستو ته ورودانګي.
د یادونې وړ ده، په خوست کې د عربي متحده اماراتو له خوا د لوی مرکزي جامع جومات جوړیدل او د شیخ زاید پوهنتون د تاسیساتو جوړول هغه ستر کارونه دي، چې خلک يې په ښو یادوي، خو خوستوال غواړي، چې عربي متحده امارات دا ډول ټولنیزې مرستې لا ډیرې کړي.