په اسلام آباد کې مې د داخله چارو وزارت ته دا فریاد وکړو چې مهرباني وکړئ د تره ګرو د ساتنې لپاره د ټینګ امنیت یو جيل جوړ کړئ
پیښور: د پښتونخوا د جيل خانه جاتو د محکمې مشر آی جي خالد عباس د ډېره اسماعېل خان زندان د ماتېدو په ترڅ کې له مشال ریډیو سره په خپله یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې حکومت ته یې لا د وړاندې ویلی ول چې د تره ګرو د ساتنې لپاره دې ځانګړي زندانونه جوړ کړي او که چېرې په عامو جيلونو کې تره ګر ساتل کېږي او د تره ګرو د ساتنې لپاره ځانګړي زندانونه نه جوړیږي نو انجام به یې هم دغه رنګ وي څه رنګ چې تیر کال په بنو کې په جيل برید ترسره شو او بیګا دا دی په ډي آی خان زندان کې شو-
آی جي خالد عباس زیاته کړه چې د هغوی جېلونه د عامو بندیانو د ساتنې لپاره وي نه چې د وسلوالو د ساتنې لپاره: ((دا جيلونه د خطرناکې کچې بندیانو لپاره نه دي، نه په کې د هغوی د ساتلو ګنجائش شته او نه یې هغه رنګ امنیت شته او نه د جيل عمله د دې لپاره روزل شوېده))
آی جي خالد عباس وویل، چې په دې جيل کې ۵۲۰ قیدیان موجود وو خو هغه ته د دې خبرې علم نه وو چې کوم یو یې خطرناک قیدي هم په ډي ای خان جيل کې موجود دي-
دا چې وسلوال طالبانو ددی برید ذمه واری قبوله کړیده نو اوس په صوبه کې د جيلونو د امنیت ټینګولو لپاره حکومت ته څه تګلاره خپله ول پکار ده؟
د دې پوښتنې په ځواب کې آی جي جيل خانه جات خالد عباس وویل: ((حکومت چې اوس هم دا خبره په سنجيدګۍ وانخلی نو بیا به دا جيلونه موږ هغوی ته[تره ګرو ته] حواله کړو، زه خو ډیرې صفا خبرې کوم ، د دوی[د تره ګرو د ساتنې لپاره ځانګړي جيلونه او ځانګړي عمارتونه جوړول پکار دي، دا جيلونه خو د عامو بندیانو لپاره جوړ دي او دی کې موږ غله او ډاکوان ساتو، نو په دې کې ترهګر څنګه ساتل کېږی؟
دا خو یو نیم کال وړاندی ما ویلی ول چې کله په بنو جيل برید وشو نو ما په اسلام آباد کې دا ویلی ول چې که چېری صورتحال داسې وې نو که په بل جيل برید وشو نو هم دغه انجام به یې وي او زه نن هم ستاسو د راډیو له لارې دا خبره کوم چې که چېرې حکومت څه ګامونه پورته نه کړل او په بل جيل برید ترسره شو نو هم دا نتیجه به یې وي))
د دې پوښتنې په ځواب کې چې تیر کال د اپریل په ۱۵مه نیټه په بنو زندان د برید روستو حکومت ویلی ول چې د تره ګرو د ساتنې لپاره به د ټینګ امنیت یو جيل جوړوو او د پښتونخوا نوی وزیر اعلا پرویز خټک هم ویلي ول چې د ټینګ امنیت یو جيل به د تره ګرو د ساتنې لپاره جوړوي نو په دې لړ کې تر دې دمه هېڅ عملي ګامونه نه تر سترګو کېږي؟
په ځواب کې د جيل خانه جاتو مشر خالد عباس وویل: ((د دې نوي وزیر اعلا او د نوي حکومت په نوټس کې مې دا خبره راوستلې وه او هغه تیر حکومت ته هم ما ډیر ژړا فریاد کړی وو او پرون په اسلام آباد کې مې د داخله چارو وزارت ته دا فریاد وکړو چې مهرباني وکړئ د تره ګرو د ساتنې لپاره د ټینګ امنیت یو جيل جوړ کړئ چې هغی کې دا رقم خلک ساتل کېږی، په ټول پاکستان کې دا رقم ځانګړی جيل نه شته، په عامو جيلونو کې چې دا رقم خلک ساتل کېږی نو د دې به هم دا انجام وي))
داسی راپورونه هم د استخباراتي ادارو لخوا راغلي دي چې په ډیره اسماعیل خان کې پر مرکزي جيل د برید په اړه د وړاندې نه استخباراتي ادارو خبر ورکړی وو خو بیا هم د تره ګرو د دې برید مقابله ونکړائ شوه.
د دی پوښتنې په ځواب کې د جيل خانه جاتو مشر خالد عباس مشال ریډیو ته وویل((د بنو جيل د برید روستو داسې راپورونو د معمول مِطابق په ګڼشمېر کې راغلي ول، زموږ د صوبې ۲۲ جيلونه دي او ما د هر یو جيل لپاره بیل بیل فایل جوړ کړی دی او هر یو جيل ته په تیر یو کال کې شل شل ځله [یعنی ډیره ځل] د دهړکو راپورونه راغلي دي))