چې بې پلوټه الوتکي تیره شپه د وټه پور ولسوالۍ په ټانګر سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه ډله حمله کړې ده.
له افغانستانه راپورونه وایي، چې د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه ډرون الوتکې په یوه برید کې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دویمې لېوا ویاند هارون یوسفزي مشال راډیو ته وویل؛ چې بې پلوټه الوتکي تیره شپه د وټه پور ولسوالۍ په ټانګر سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه ډله حمله کړې ده.
یوسفزی وايي، په دې حمله کي د وټه پور لپاره د طالبانو ولسوال نور اکبر هم وژل شوی دی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.