په ننګرهار کې د انټرنيټ وړيا زده کړې ورکول کيږي

د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز ( ميديو تيک) د تيرو لسو کلونو راهيسې د مدني فعاليتونو تر څنګ د ژورناليزم د ودې لپاره هم کار کوي.

په دې وروستيو کې يې د ښوونځيو زده کوونکو ته د انټر نيټ د زده کړې وړيا کورسونه هم پرانستي چې د يوې مياشتې په دوران کې تنکيو ځوانانو ته د انټرنيټ کارولو لارې چارې وښيي.

د تيرو کلونو په نسبت په افغانستان کې انټرنيټ کارول عام شوی اوس د غير دولتي ادارو تر څنګ په دولتي ادارو کې هم کارول کيږي او په ښارونو کې پريمانه انټرنيټ کلبونه هم پرانستل شوي .

تر څنګ ډيرې ځوانان په موبايلونو کې هم له ځانه سره انټرنيټ لري.
له همدې امله د جلال اباد ښار د ښوونځيو زده کوونکو هم د انټرنيټ زده کړې ته مخه کړې چې په بيلابيلو کورسونو کې يې داخلې اخيستې دي.

د دې کورسونو له جملې څخه يو هم د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز ميديو تيک د رسنيو کور دی، چې د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره يې په وړيا توګه يو مياشتينی کورس پرانستې دی.

دا چې په دې کورس کې شاګردانو ته څه ورښوول کيږي، د دغه کورس ټرينر ضاالدين زلمي مشال راډيو ته وويل:

(( د ننګرهارميديو تيک د مکتب د زده کوونکو لپاره د انټرنيټ د زده کړو زمينه مساعده کړې ده، هر مياشت کې پنځلس تنه ځوانان د انټر نيټ له زده کړې نه فارغوي چې ورته د ياهو ميل، مسينجر، فيسبوک، سکايپ او ټويټر زده کړې ورکوي. او همدا رنګه کوم ادرسونه چې ډير مهم دي ورته په کې درس ورکول کيږي.))

يو تن زلمی وايي چې د ژورناليزم په کورس کې يې داخله کړې ځکه يې اړينه وګڼله چې انټرنيټي زده کړې دې هم ولري.

(( نوم مې محمد خالد دی، د ننګرهار ميديو تيک کې مې د ژورناليزم په کورس کې داخله کړې چې په کې د آن لين ژورناليزم څانګه هم په کې شته چې تر اوسه پورې زه په انټرنيټ نه پوهيدم، خو د تيرو څو ورځو راهيسې چې مې د انټرنيټ په کورس کې داخله اخيستې موږ وکولای شول چې په ياهو کې ځان ته اي ډي جوړه کړو همدارنګه په فيسبوک کې مې اکاونټ جوړ کړو.))

يو بل تن زلمي وايي چې په لږو ورځو کې يې د انټرنيټ په برخه کې ډير څه زده کړل.
(( نوم مې سليم دی، څرنګه چې ما د ننګرهار ميديو تيک رسنيو کور کې د انټرنيټ د زده کړې داخله وکړله، نو په لږو ورځو کې مو ډير شيان زده کړل. په ياهو، فيسبوک او سيکايپ کې مو ادرسونه جوړ کړل. دا ډير ښه کورس دی او تر څو چې مياست پوره کيږي، نو موږ به د انټرنيټ په برخه کې ډير څه زده کړي وي.))

د يادولو ده چې د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز ميديو تيک د تيرو لسو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د مدني فعاليتونو تر څنګ د ژورناليزم له لنډمهالو کورسونو څخه په سلګونه تنه ځوانان فارغ کړي او ټولنې ته يې د خدمت په غرض وړاندې کړي او. په دې وروستيو کې يې د ښوونځيو شاګردانو ته د انټرنيټ د زده کړې وړيا کورسونه هم پرانستي چې تنکي ځوانان په کې په ډيره علاقمندۍ سره برخه اخلي.