د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د تيرو دوه مياشتو راهيسې د هنر په نوم يو کانتينر په دې غرض ايښودل شوی چې پټ هنري استعدادونه راڅرګند کړي
د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د تيرو دوه مياشتو راهيسې د هنر په نوم يو کانتينر په دې غرض ايښودل شوی چې پټ هنري استعدادونه راڅرګند کړي او ټولنې ته يې وړاندې کړي.
د هنر په نوم دغه کانټينر چې د ای پي سي او يا رواني ټولنيزې نړيوالې موسسې له خوا د تيرو دوه مياشتو راهيسې د سراج العمارت په بڼ کې په دې خاطر ايښودل شوی چې په هنري برخه کې پټ استعدادونه راڅرګند کړي چې تر اوسه يې ګڼ شمير انځورګران، خطاطان، محلي سندرغاړي، شاعران او د ستيج ډرامې لوبغاړي راپيدا کړي او په يوه ګډ نندارتون کې يې له خپلو هنري کارونو سره خلکو ته وښودل.
په ننګرهار کې د يادې موسسې فرهنګي مسوول عزت الله همدرد وايي چې له دغې پروژې يې مقصد دا دی چې پټ استعدادونه راڅرګند کړي او نړيوالو ته د افغانانو اصلي تصوير وښيي.
(( موږ هاغه استعدادونه چې د پردې شا ته پاتې دي، هغه راښکاره کړو، چې دوی ځان وپيژني چې زه هم څوک يم او خپل ځان ښکاره کړم. زموږ له دې پروژې نه تر ټولو غټ هدف دغه دی چې مونږه د خپل هيواد مثبت تصوير نړۍ ته وښايو چې مونږه له هنر سره علاقه مندي لرو، نه دا چې خلک سوچ کوي چې افغانان له ټوپک او وينې تويولو سره علاقمندي لري.))
يو تن زلمي چې په ګوتو جوړ کړي انځورونه يې نندارې ته وړاندې شوي ول، خوشحاله و چې خلکو يې هنري کار خوښ کړی و.
(( نوم مې انيس بشير دی، له ګوشتې ولسوالۍ نه راغلی يم. له ماشومتوبه ما تصويرونه جوړول. بيا خبر شوم چې په جلال اباد کې د هنر د ودې يوه اداره ده. دوی ته ما خپل جوړ کړي تصويرونه راوړل او د دوی مخکې مې کار وکړو، د دوی ډير خوښ شول او نور يې هم تشويق کړم. دوی موږ ته ويلي چې که په جلال اباد کې موږ تر لسو تنو پورې نقاشان سره يو ځای شوو نو دوی راته استاد نيسي.))
په دغه نندارتون کې يوه ستيج ډرامه هم نندارې ته وړاندې شوه چې په ټولنه کې يې د يوه بد رواج غندنه يې تصوير کړې وه. دا چې په دې ډرامه کې څه ښوول شوي وو، د ننګرهار د تياتر ټولنې مشر خليل خاطر مشال راډيو ته وويل:
(( د دې تياتر نه يوازينی هدف زموږ دا و چې زموږ د ټولنې غړي دغسې پيرانو ته ورځي د هغوی مريدي کوي او له هغوی نه د خپل بخت او د خپل نصيب لپاره يو څه غوښتنې کوي.زموږ ولس چې هر څه غواړي، نو دوی کولای شي چې خپل محنت او مشقت او زخمتونو په نتيجه کې دې له خدايه وغواړي.))
په دغه نندارتون کې پښتو شاعرۍ ته هم ځای ورکړل شوی و چې د عزت الله ځواب شعر په کې تر نورو هغو زيات داد واخيسته.
(( د ملا په خوله خو هيڅ نه پخلا کيږو
د ملک په خوله خو وران يو زه او ته
چې تر څو مو دا خرڅ شوي رهبران وي
تر هغې به غلامان يو زه او ته ))
د نندارتون په اخر کې محلی سندرغاړو له رباب منګي سره وار په وار بدلې وويلې چې د همايون سهار په نوم د يوه ځوان شوقي سندرغاړې نمونه يې در اورو.
(( ستا کوڅې ته راغی بې زبان سهار
ولې دې په ما باندې نازونه کړل
ډير دې ملنګان د زيارتونو کړل))
دغې هنري نندارتون ته په لسګونو نارينه وو سربيره د ګوتو په شمار ښځينه هغه هم ورغلې وې. يوې ځوانې انجلۍ مشال راډيو سره خپل احساسات څه دا رنګه شريک کړل.
(( حيا مې نوم دی او د ننګرهار د شرعياتو پوهنځي محصله يم. دغه نندارتون مې وليدو. داسې ډير خلک شته چې ښه استعدادونه لري، خو تر اوسه ما نه وو ليدلي چې څوک دې د هغوی استعداد روښانه کړي او خلکو ته دې وښيي. بل دا چې دغه رباب او منګي ما په کلپونو ، راډيو او ټلويزيون کې ليدلي وو خو له نيږدې نه مې نه وو ليدلي.اوس چې مې وليدل واقعاٌ زه ډيره خوشحاله شوم.))
د رواني ټولنيزې نړيوالې موسسې مسوولين وايي چې د دوی موسسه د افغانستان په شيږو ولايتونو کابل، بلخ، بدخشان، باميان، هرات او ننګرهار کې د پټو استعدادونو د راڅرګندلو کار پيل کړی چې په دويم پړاو کې به د يادولو ولايتونو پر امنه ولسواليو ته ورځي او د هنر په برخه کې به پټ استعدادونه رابرسيره کوي.
دغه نندارتون ته په لسګونو نارينه وو سر بيره يو شمير ښځينه وو هم د خپلو شعرونو کتابچې، د انځورونو او خطاطۍ نمونې هم ورليږلې وي.