د عینک میس کان پروژه په افغانستان کې د بهرنۍ پانګې په برخه کې یو د تر ټولو لویه هغه بلل کېږي، خو د امنیتي ستونزو له کبله پرې کار نه دی پیل شوی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د چين له وزيراعظم او ولسمشر سره په بيجنګ کې ویني. نوموړي په ژيان صوبه کې نن سهار وختي د چين مرستيال وزيراعظم وانګ يان سره ليده کاته کړي.
د افغانستان او چين د ولسمشرانو د غونډي په مهمو موضوعاتو کې د افغانستان د عينک ميسو کان موضوع هم شامله ده. د چين د کانونو يوه شرکت سره د دغه کان حقوق دي.
دا پروژه په افغانستان کې د بهرنۍ پانګې په برخه کې یو د تر ټولو لویه هغه بلل کېږي، خو د امنیتي ستونزو له کبله پرې کار نه دی پیل شوی.
چین ته د افغان ولسمشر کرزي د سفر په باب د هغه ویاند اېمل فېضي د سېټېمبر پر ۲۴مه نېټه له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې دوست او ګاونډي هېواد چین ته د ولسمشر کرزي سفر ډېر ارزښت لري، د هغه په خبره چې له چین سره د افغانستان اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د ګډې اعلامیې په چوکاټ کې د اهمیت وړ دي او افغانستان له دغه هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
هغه وویل، چې په دې سفر کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او په افغانستان کې د چین د پانګې اچونې، د مس عینک د پروژې د کار چټکتیا او د چین پټرولیم شرکت لخوا د آمو سیند په سیمه کې د ګاز اېستنې په باب د دغه شرکت پر علاقه مندۍ د افغانستان د ملاتړ په باب به هم خبرې وشي.
اېمل فیضي وویل چې حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې همدا راز د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو له دیپلوماتیکو غړو سره له دغه سازمان سره، له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د همکاریو د پراختیا په باب هم خبرې وکړي.
فیضي څرګنده کړه چې چین ته د حامد کرزي د سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکاری درې تړونونه لاسلیک شي چې د هغې له جملې له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو چینایي ایوان مرسته، د زندانیانو د استرداد او د کابل پوهنتون او د چین د شییان پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه شامل دي.
ده وویل چې اوس مهال له ۷۰ څخه زیات افغان پوځي محصلین په بېلابېلو برخوکې د چین په هېواد کې په زده کړو بوخت دي او پر دې سربیره له ۴۵ څخه زیات د ملي پولیسو افسران له نشیي توکیو او د بلوې ضد مبارزې په برخه کې په دغه هېواد کې په زده کړه بوخت دي او په پام کې ده چې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې دغه شمېر ۲۵۰ تنو ته زیات شي.
د ولسمشر ویاند ټینګار وکړ چې افغانستان د چین له ملي حاکمیت، د خاورې بشپړتیا او د تایوان، تبت او سنګیانګ د مسلو په اړه د دغه هېواد د دولت دریځ په بشپړه توګه ملاتړ کوي.