په میدان وردګو کې عملیات، اته وسله وال وژل شوي دي

میدان ښار - افغان چارواکي وايي، افغان او بهرنيو ځواکونو د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې اته تنه وسله وال وژل شوي دي.


دوی وايي، په وژلو شويو وسله والو کې د طالبانو دوه تنه قومندانان هم شامل دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا‌الله خوګياڼی وايي، عمليات پرون د نرخ ولسوالۍ په صدمردې شوي دي.

دی وايي، په عملياتو کې د ملا حبيب په نامه يو بل وسله وال قومندان هم له وسلو او چوونکو توکو سره ژوند نیول شوی دی.

((په صدمردې کې تېره شپه ناوخته د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه لوړ پوړي وسله وال طالب ملا نعیم او یوه بل سیمه ‌ییز قوماندان ملا غفور په ګډون اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.))

خوګياڼی وايي، په عملياتو کې عامو وګړو او سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوه ورځې وړاندې هم په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د وسله والو او طالبانو تر منځ نښته شوې وه، چې چارواکيو پکې د څلورو تنو طالبانو د وژلو ادعا کوله.