د ننګرهار والي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې د کميسيون پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د ننګرهار ولايت خلک تر ډيره بريده له دغې ناوړه عمله ليرې دي.
د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون له تيرو څو اونيو راهيسې د دغه هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې له نابالغه هلکانو څخه د ناوړه استفادې يا له هغوی سره د جنسي اړيکو په اړه يوه څيړنه پيل کړی. د کميسيون يو پلاوی په همدې غرض ننګرهار ته ورغلی و او د يوې غونډې په ترڅ کې يې يو لړ پوښتنليکونه د امنيتي، قضايي او عدلي چارواکو مخې ته کيښودل.
د افغاستان د بشر د حقوقو په خپلواک کميسيون کې د ماشومانو د حقوقو د ملاتړ د څانګې مشر نجيب الله بابرکزي په دې اړه مشال راډيو ته وويل:
''که جنسي بهره برداري وي که فزيکي وي، له ماشومانو څخه استفاده کول د ماشومانو د کنونسيون له مخې او زموږ د اسلامي ارزښتونو له مخې منع دي. دغه اورېدونکې غونډه چې د دې تحقيق لپاره جوړه شوې هدف او موخه يې دا ده چې د هلکانو ساتل، آيا دغه سړي ته جزا ورکړل شوې، دا په زندان کې دی، يا مثلاٌ هغه ماشومان چې قرباني شوي دي، دولت د دوی سره کومې مرستې کړي دي، دغه هغه پوښتنې دي چې له چارواکو څخه يې کوو.''
د ننګرهار والي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې د کميسيون پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د ننګرهار ولايت خلک تر ډيره بريده له دغې ناوړه عمله ليرې دي.
''يقيناٌ کومه موضوع چې دې اورېدونکې غونډې ته عنوان شوې ده، مهمه موضوع ده. خو ننګرهار که په نورو برخو کې اسيب پذيره دی، چې هغه د بيسوادۍ موضوع ده، د صحت موضوع ده، خو الحمد لله د مشرقي ولاياتو خلکو د خپل ديانت په وجې، د خپلې سالمې تربيې په وجه باندې، د خپل غيرت او همت په وجه باندې تر ديره ځايه چې زه مالومات لرم، د دې شومې پديدې ښکار نه دي.''
دا چې د هلکانو سره د جنسي اړيکو د مخنيوي له پاره څه په کار دي، دا پوښتنه د ننګرهار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهندوی منګل شيرزاد دا رنګه ځوابوي:
''بهترينه لاره يې دا ده چې عدلي او قضايي ارګانونه په دې اړه ډير جدي اوسي، هغه څوک چې دا عمل ترسره کوي، هغوی ونيول شي، د قانون منګولو ته وسپارل شي، او دوی ته جزا ورکړل شي چې نور ترې پند واخلي. دويم دا چې مدني ټولنې، دا د هغوی دنده هم ده چې په دې راسته کې راپورته شي او دا خلک له ګريوانه ونيسي او د قانون منګولو ته يې کش کړي.''
د ننګرهار د استناف محاکمې د عمومي جزا د ديوان ريس قضاوتپوه علي اصغر اصغري وايي چې د تيرو دوو کلونو راهيسې ورته د جنسي ادیکو په جرم څوارلس پيښې راغلي چې دوی یې د قانون په رڼا کې پرېکړې کړي دي.
''په ۱۳۹۱ کال مې د جنسي تور اته دوسيې فيصله کړي دي، له ۱۳۹۲ کال نه تر دې وخت پورې شپږ دوسيې محاکمې ته سپارل شوې چې په هغې هم فيصلې صادرې شوي دي. دا هاغه دوسيې دي چې يا د هلکانو له غریبۍ ناوړه ګټه پورته شوې، خو داسې يو خاص عمل چې موږ ورته بچه بازي وويلای شوو او دوی ساتل شوي وي او هميش لپاره د يوه تن سره وي او د دې نه په دغه رقم باندې کار واخيستل شي، دغسې پېښې په ننګرهار ولايت کې ډير کم شوي دي.''
د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کميسيون پلاوي وايي چې دوی د کم عمره هلکانو سره د ناوړه چلند په اړه دا څيړنه د هغو شواهدو په رڼا کې پيل کړې چې کميسيون په سلګونو ښځو خپل شکايتونه په ثبت کړي چې مړونو يې له هلکانو سره جنسي اړيکې ټينګې کړي او يا هم د جنسي تيريو داسې قربانيانو هم شکايتونه ثبت کړي چې هغوی نه شي کولای چې په ازادانه توګه وګرځي او يا ښوونځيو ته ولاړ شي.