د غزني سيمهييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې سرتېرو له طالبانو سره نښته کړې ده چې پکې د طالبانو يو مشهور قومندان وژل شوی دی.
د غزني سيمهييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې سرتېرو له طالبانو سره نښته کړې ده چې پکې د طالبانو يو مشهور قومندان وژل شوی دی. دوی وايي، دغه قومندان په سيمه کې خپل وسله وال لرل او زيات بريدونه به يې پر سيمهييزو پوليسو او د طالبانو پر ضد پاڅونکي کوونکيو باندې کول.
چارواکي وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله وال تر منځ نښته شوې ده چې پکې د طالبانو يو مشهور قومندان له خپلو دوو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
دغه نښته تېر ماښام د اندړو ولسوالۍ په سهپای سيمه کې د سيمهييزو او ملي پوليسو، ملي اردو او طالبانو تر منځ شوې ده.
د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په نښته کې د طالبانو وژل شوی قومندان ملا شجاع نومېږي.
دی وايي، هغه زيات وسله وال له ځان سر ګرځول او وخت ناوخته به يې پر پاڅون کوونکيو او سيمهييزو پوليسو بريدونه کول.
ولسوال وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه نور وسله وال ژوبل شوي هم دي چې ملګرو يې د جګړې له ميدانه له ځان سره وړي دي.
"دغه جګړه ماښام د اندړو ولسوالۍ په سهپای سيمه کې شوې ده. په نښته کې د طالبانو يو مشهور قومندان شجاع او د هغه دوه ملګري وژل شوي او دوه نور طالبان ټپيان دي. په نښته کې د سرتېرو لوري ته کوم ځاني زيان نه دی ور اوښتی."
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دی ويلي دي.
دوه اوونۍ وړاندې بيا د اندړو ولسوالۍ په سردار کلا سيمه کې طالبانو د سيمهييزو پوليسو پر يوه پوسته ځانمرګی بريد کړی وو چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ديارلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
سيدشاه سقيم