لواړګی - په قبایلي سیمې خیبر کې د سړک غاړې ښخ ریموټ کنټرول بم چاودنې دوه پاکستاني سرتېري وژلي او اووه یې ژوبل کړي دي.
د قبایلي سیمې خیبر لواړګي پولیټیکل تحصیلدار دفتر خان مشال راډیو ته وویل، د دوشنبې پر سهار په دې سیمه کې د خیبر درې پر لویه لار له سدوخېلو فرش نېږدې د ایف سي ځواک پر یوه ګاډي په ريموټ کنټرول بمي حمله کې د اېف سي دوه سرتېري وژل شوي او اووه ژوبل شوي دي.
د ده په خبره، پر ګاډي په داسې حال کې برید شوی دی چې د اېف سي سرتېري پېښور ته روان ول.
تر پېښې وروسته د مشکوکو کسانو موندلو لپاره د لټون عملیات شوي دي.
ژوبل شوي سرتېري د خیبر درې سړک خراب حالت له کبله په هیلي کاپټر کې روغتون ته ورسول شول.
د پېښې پړه چا نه ده منلې.