کابل - د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزی د هېواد د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون د جانبدارۍ تور پورې کړی دی.
د دوشنبې پر ورځ د خبري غونډې پر وخت اشرف غني دا و نه ویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چا پلوي کوي خو ویې ویل چې کمېسیون د مالوماتو په شریکولو کې جانبداره چلند کوي.
ده د انتخاباتو کمېسیون پر هغې اصطلاح چې قسمي رایې یې پاکې وبللې، انتقاد وکړ.
غني وویل، د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته چې کله شکونه او شکایتونه ختمېږي نو دا رایې پاکې بللای شي.
غني وویل، له هېڅ بل نوماند سره اېتلاف نه کوي او دا چې د دویم پړاو انتخاباتو ته چمتو دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د یکشنبې پر ورځ د دویم دور د قسمي نتیجو د اعلان پر مهال وویل چې دا د ټولو رایو شاوخوا ۵۰ فیصده پاکې رایې جوړېږي.
د دې نتیجو تر مخه د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۴،۴ فیصده او اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ فیصده رایې تر لاسه کړې دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د اپرېل پر پینځمه نېټه شوي ول.
د انتخاباتو کمېسیون وايي، په انتخاباتو کې له اووه میلیون څخه زیاتو کسانو رایې ورکړې دي.
شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانان په قانوني ډول د رایې ورکولو وړ ول.