افغانستان نن د بدخشان په پېښه ملي ماتم کوي

نن په ټول افغانستان کې د بدخشان د وروستۍ طبيعي پېښې له کبله ملي ماتم دى.
په افغانستان او بهرنيو هېوادونو کې به د افغانستان په سفارت خانو کې ملي بيرغ نيم ځوړند وي.

د ولسمشر د دويم مرستيال محمد کريم خليلي په مشرۍ يوه حکومتي ډله بدخشان ته تللې، او هلته یې له متاثره کورنیو سره لیدلې دي، نوموړي په بدخشان کېد رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې امدادي کارونه یي پیل کړي دي.

د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د یوې غونډۍ د ښوئېدو په پيښه کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

د افغانستان جمهوري رياست وايي په دې پېښه کې ښايي شا و خوا درې سوه کسان مړه شوي وي.خو چارواکي ویره څرګندوي چې دغه شمیره زیاتیدلی هم شي.تر دې مخکې د بدخشان چارواکو د څه باندې دوه زرو کسانو د مړينې خبر ورکړى و.

په سیمه کې دطبعي پېښې له امله دمړو شوو کسانو د جنازې غایبانه لمونځ هم اداکړی شوی دی.

دپاکستان حکومت د بدخشان په پېښه دافغانستان د حکومت او د متاثره شویو کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړېده. دپاکستان د وزیر اعظم هاوس او د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپرو شویو خبر پاڼو کې دمرستو په اړه څه نه دي ویل شوي.

بل پلو د افغانستان د لغمان ولایت چارواکي وېره لري چې د اليشنګ په سيند کې د اوبو د زیاتوالي له کبله ښايي په زرګونو کورنۍ د مرګ له ګواښ سره مخامخې شي.

د لغمان د والي وياند وايي د توماند بند د خرابۍ له کبله له تېرو څو ورځو راهيسې د اليشنګ سيند اوبه په زياتېدو دي.

سرحدي ځواک له مرستندويو او په کابل کې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې له عالي ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه:

سيند ته نزدې پراته خلک وايي شا و خوا شل زره کورنۍ او پنځوس زره جريبه کرنيزه ځمکه له ممکنه نقصانونو سره مخامخ دي.

د لغمان چارواکي وايي په تیرو څو کلونو کې د الیشنګ سیند تر دې دمه څلور لوی کلي په بشپړه توګه له منځه وړي او یو شمېر نور کلي دا مهال له جدي ګواښ سره مخ دي.