د سجنا ډلې تحریک طالبان پرېښود

د خالد مسود «خان سېد سجنا»

په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو ویاند اعظم طارق چې خپلځان د خالد مسود «خان سېد سجنا» له ډلې بولي، وايي چې دوی له تحریک طالبان پاکستانه د بېلېدو اعلان وکړ.

په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو ویاند اعظم طارق چې خپلځان د خالد مسود «خان سېد سجنا» له ډلې بولي، وايي چې دوی له تحریک طالبان پاکستانه د بېلېدو اعلان وکړ.


اعظم طارق له یوه ناڅرګنده ځایه مشال راډیو ته په ټېلفیوني خبرو کې وویل چې بېګا شپه د خان سید سجنا په مشرۍ کې دا فېصله وشوه، د هغه په خبره چې د دوی وسله واله ډله به د تحریک طالبان بنسټګر بیت الله مسود تګلاره پرمخ وړي. او نور له تحریک طالبان پاکستان سره هېڅ سروکار نلري.

ویاند مشال راډيو ته وویل، د امارت اسلامي افغانستان پر امارت او مشرتابه پوره باور لري.

د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند شاهد الله شاهد لا په دې اړه څه نه دی ویلي.