ننګرهار: د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ مشاعره تر سره شوه

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ په جلال اباد ښار کې د مۍ په دیرشمه نيټه يوه مشاعره جوړه شوې وه چې په لسګونو شاعرانو په کې د شعر په ژبه اشرف غني ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ په جلال اباد ښار کې د مۍ په دیرشمه نيټه يوه مشاعره جوړه شوې وه چې په لسګونو شاعرانو په کې د شعر په ژبه اشرف غني ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړې او په خپلو شعرونو کې يې له خلکو غوښتنه وکړه چې خپله رايه د ډاکټر غني په حق کې وکاروي.


دغه مشاعره چې د جلال اباد ښار په سراج العمارت باغ کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه، د بيلابيلو شبعو سره تعلق لرونکي په سلګونه تنه مینه وال ورټول شوي ول او د شاعرانو شعرونه يې د لاسونو په پرقا او ولولو سره بدرګه کول.

په مشاعره کې په لسګونو تنو شاعرانو د ډاکټر اشرف غني افکار او تګلاره په شعرونو کې تصوير کړې وه او خلک يې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو کې رايه ورکولو ته هڅول.

له دغو شاعرانو څخه يو هم محبوب شاه محبو ب و چې ډاکټر اشرف غني ته يې نظم ليکلی و د هغه د نظم په وروستۍ برخه کې راغلي ول.

« چې خوشحال راته خوشحال کړي
حماسه د امير کړور راته ژوندۍ کړي
د ميرویس شمله کړي هسکه
دا وطن راته غنی کړي
نو راځئ چې رايه ورکړو
او پښتو ځان ته ژوندۍ کړو
ستر غني ځانته رهبر کړو
د پيړيو دا ټپه ځان ته ژوندۍ کړو
عالمه خاندۍ خوشحاليږئ
د پښتنو پښتو ژوندۍ شوه خوند کوينه»

احمد بختيار ساحل هم په دغه مشاعره کې يو نظم واورولو چې وروستۍ برخې ته يې ستاسو پام وراړوو.

«چې فاتل د دغې خاورې زنداني شي
دښمنانو نه به پاتې دښمني شي
چې څوک غم د وطن پريږدې ځان پسې شي
د قارون په څېر د عمر تاواني شي
چې پاچا يې مفکر اشرف غني شي
دا وطن به په هماغه ورځ غني شي»


مشاعرې ته د بيلابيلو په سلګونه تنه ورټول شوي ول، د پاخه عمر لرونکي يو تن مشال راډيو سره خپل احساسات څه دا رنګه شريک کړل.

« نوم زما محمد نعيم دی، د لغمان نه راغلی يم، د دې مشاعرې نه مو ډير خوند او ذایقه واخيستله. او په دې خبره خوشحاله شوم چې خلکو د يوه کانديد نه، د يوه ښه انتخاب نه ملاتړ کولو د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه. په دې باندې موږ وياړ افتخار کوو.»

د ډاکټر اشرف غني يو تن سلاکار او د ختيځې سيمو د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنې مشرلال پاچا ازمون مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ياده مشاعره يې په دې خاطر جوړه کړې وه چې ولس د شعر په ژبه په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته راوبلي.

« د تحول او تداوم ټيم غواړي چې ټاکنير کمپينونه تر سره کړي، د دغې ملي پروسې د تر سره کولو لپاره يوه مشاعره تر سره شوه، ځوانو شاعرانو په کې خپل احساسات څرګند کړل او د ډاکټر صیب اشرف غني څخه يې خپل ملاتړ په شعرونو کې وښودو. د دې نه ښکاري چې زموږ ولسونه د ډاکټر صيب اشرف غني تر شا ولاړ دی، تقريباٌ په زرګونو کسان باغ ته راغلي و، دا په خپله خوښه راغلي وو. تاسو وليدل چې په چکچکو يې شعرونه بدرګه کول او ډاکټر اشرف غني يې غوښته.»

دغه مشاعره چې د تيرې جمعې په ورځ لوړ مازيګر پيل شوې وه، نيږدې ماښام پورې يې دوام وکړ چې ګڼ شمير ځوانانو په اتڼونو او نڅاوو سره پای ته ورسيدله.