د کابل او اسلام اباد اړیکو ښه کولو کې د پښتنو ملتپالو رول

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي سره په ارګ کې د لیدو پر مهال.

په پاکستان کې د نواز شريف په مشري حکومت جوړيدو وروسته يو ځل بيا د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو ښه کولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

په پاکستان کې د نواز شريف په مشري حکومت جوړيدو وروسته يو ځل بيا د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو ښه کولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کابل او آسلام اباد اړیکو ښه کولو کې د پښتنو ملتپالو رول



که څه هم د دواړو هيوادونو لوړپوړي چارواکي د يو بل د هيوادونو سفرونه کوي خو د چارشنبې په ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستاني وزيراعظم د ځانګړي استازي په توګه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کابل کې وليدل.

محمود خان اڅکزی په ډاګه د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلارو نيوکي کوي خو د ده د پاکستاني وزيراعظم د ځانګړي استازي په توګه د کابل سفر دا پوښتنې راپورته کوي چې آيا په پاکستان کې فعاله پښتون ملتپاله ګوندونه د کابل او اسلام اباد اړيکو په ښه کولو کې څه رول لوبولی شي او که څنګه؟

په دې اړه د عبدالحی کاکړ رپورټ اورو.