له هغه وروسته چې د افغانستان ولسمشرۍ د انتخاباتو ستونزه نوره هم پیچلې او لاپسې اوږده شوه، دوو امریکايي سناتورانو افغانستان ته د سفر پرمهال، له کاندیدانوعبدالله عبدالله او اشراف غني احمدزي سره بېلابېلې کتنې درلودې.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د عبدالله عبدالله او امریکايي سناتورانو جان مککېن او لینډزي ګراهام ترمنځ ملاقات ډېر ګټور او اغېزناک وباله.
"د دې لیدنې ګټورتوب په دې کې دی؛ چې دواړو خواوو توافق وکړ، چې درغلۍ شوې او د درغلیو پرضد باید په معیاري ډول ګامونه پورته شي."
د ریپبلیکن ګوند سېنېټرانو جان مککېن او لېنډزي ګراهام په افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره د خپل هېواد د ازادۍ ورځې «جولای څلورمه» لمانځلو ته تللي.
جان مککین هم پر خپل ټویټر لیکلي چې؛ د افغانستان ولسمشرۍ له کاندیدانو اشراف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره یې ملاقاتونه ښه وو.
د اشراف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام ټیم هم له امریکايي سېنېټرانو سره د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه د ښاغلي احمدزي لیدنه مهمه بولي.
د دې ټیم غړي عباس نویان ازادۍ راډیو ته وویل؛ احمدزي له امریکايي سېنېټرانو سره په انتخاباتي لانجې او له هغه څخه د راولاړو شویو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
نویان وویل، اشراف غني احمدزي له امریکايي سېنېټرانو سره په خبرو کې په دې ټینګار وکړ؛ چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کړکیچ باید د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو په چوکاټ کې حل شي:
"د یوه سټراټیژیک ملګري په حیث دغه ملاقات مهم وو؛ له هرڅه مهمه دا ده، چې افغانان باید د انتخاباتو پر لانجې سره وغږیږو او خپل مشکلات په خپلمنځ کې حل کړو؛ که داسې کیږي چې، هر وخت دې بهرنیان راشي او زموږ ستونزې دې حل کړي دا د افغانانو لپاره ښه نه ده؛ ډاکټر اشراف غني احمدزی چمتو دی؛ چې د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې له ډاکټر عبدالله عبدالله په مهمو ټکو خبرې وکړي."
بل خوا د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي؛ دوی هم حاضر دي، چې له ښاغلي اشراف غني احمدزي سره مخامخ وګوري او په دې اړه یوه تخنیکي ټیم کار پیل کړي؛ خو دا یې ونه ویل چې، دغه لیدنه به کله چېرته او د چا په حضور کې کیږي.
پخوا داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې ټاکل شوې دغه لیدنه نن جمعه ترسره شي.
راپور:رحمت الله افغان