ننګرهار او غزني کې لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان ځواکونو د ننګرهار شيرزادو ولسوالۍ کې د تېرو شپږو ورځو چاڼیز «تصفيوي» عملياتو کې ۱۲۰ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژلي او ۵۳ تنه يې ټپيان کړي دي. غزني کې ۲۲ وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره په يوه جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ننګرهار د والي په هدايت، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمې پلې لوا په مشرۍ ګډو افغان ځواکونو د ننګرهار شيرزادو ولسوالۍ کې د تيرو شپږو ورځو چاڼیز «تصفيوي» عملياتو کې یې۱۲۰ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژلي او ۵۳ تنه يې ټپيان کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال او مشهور قوماندانان هم وژل شوي او د يادې ولسوالۍ ۲۵ کلي يې له وسله والو طالبانو څخه پاک کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو عملياتو کې افغان ګډو امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه را استول شوې ټيلفوني پیغام کې مشال راډيو ته ويلي چې په يادو عملیاتو کې يې ۴۷ تنه پولیس وژلي او خپلې غاړې ته د ۱۲ تنو د وژل کيدو خبر ورکوي.

په غزني د دوو قومندانانو په ګډون دوه ويشت وسله وال وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، نن سهار د غزني په اندړو ولسوالۍ کې طالبانو د پوليسو پر دوو پوستو باندې بريدونه کړي چې د وسله والو د دوو وتليو قومندانانو په ګډون، د دوه ويشت تنو وسله والو په وژل کېدو پای ته رسېدلي دي. په دغه دغو بريدونو کې ګڼ شمېر نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

طالب وسله والو دغه بريدونه نن سهار د اندړو ولسوالۍ په حبيب ګوډلو او خړ کلي پر پوستو باندې پيل کړل، چې د دوه ويشتو تنو وسله وال په وژل کېدو پای ته ورسېدل.

په وژلو شويو وسله والو کې د طالبانو دوه تنه وتلي سيمه‌ييز قومندانان هم شامل دي.

چارواکي وايي، طالب وسله والو نن سهار وختي، لومړی د حبيب ګوډلو پر پوسته بريدونه وکړل، يو تن پوليس يې وواژه او درې تنه يې ژوبل کړل.

وروسته د ټپي شويو پوليسو د رالېږدول په موخه روغتون ته پر لاره موټر هم په ماين پسې ختلی چې پکې څلور تنه پوليس وژل شوي دي.

پر دغه پوسته د پوليس په ځوابي ډزو کې درې تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په عين وخت کې طالب وسله والو د خړ کلي پر پوسته هم بريدونه کړي دي، چې وروسته هلته د دواړو غاړو تر منځ نښته پيل شوې او د دوه ويشتو تنو وسله والو په وژل کېدو پای ته رسېدلي دي.

دېسيوال وايي، په وژلو شويو وسله والو قومندان هم شامل دي چې مشهور يې قاري خالد او ملا عدنان نومېږي.

د ده په خبره په دغه نښته کې پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، د حبيب ګوډلو پوسته يې نيولې او په کې يې اته تنه پوليس وژلي او څلور نور يې ژوبل دي.

دی خپلې غاړې ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

په اندړو ولسوالۍ کې په تېره څه موده دا کې دا تر ټولو درنه مرګ ژوبله ده چې طالب وسله وال اوړي.