هنګو : د کډوالو پنډغالي کې چاودنه ۸ وژل شوي ۱۱ ژوبل دي

فایل فوټو

د اتوار په ورځ د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې د یوې چاودنې په پایله کې اته کسان وژل شوي او یوولس نور ژوبل شوي دي.

د هنګو ضلعې د پولیسو مشر انورسعید کنډي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د توغ سرای په نامه د کډوالو په یو کیمپ کې شوې ده . د نوموړي په اند دا یو ځای پر ځای شوی بم و او د ریموټ په مټ د لرې واټن نه الوزول شوی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي ژوبل تنان د هنګو په روغتون کې داخل کړای شوي چې د ډاکټرانو په وینا د درېوو کسانو وضع پکې نازکه ده.

په دې پېښه کې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د اورکزو ایجنسۍ سره تړاو لري، دوی په خپله سیمه کې د پوځي عملیاتو له وجې په توغ سرای پنډ غالي کې په اوسیدو مجبوره شوي دي.

په سم لاسي ډول چا ددې پېښې پړه قبوله کړې نه ده.