اسلام اباد - د افغانستان ملي پوځي اکاډمۍ شپږ سرتېري، د روزنې لپاره پاکستان ته تللي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا مشال راډیو ته په استول شوي بېګاني بیان کې ویل شوي، سرتېري تېره ورځ اسلام اباد ته ورسېدل.
بیان وايي، سرتېري به تر یوه نیم کاله د پاکستان اېبټ اباد کاکول په پوځي اکاډمۍ کې روزل کېږي.
په بیان کې په اسلام اباد کې د افغان سفیر جانان موسازي له خولې ویل شوي، دا شپږ سرتېري د افغان ملي پوځ په بهترینو هغو کې شمارل کېږي.
موسازی زیاتوي، په پاکستان کې د سرتېرو له روزنې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ امنیتي او پوځي همکاري اواړیکي پیاوړي شي.
په پاکستان کې د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخوانی برېګېډيیر سید نذیر وايي، د افغانستان له دې اقدامه ښکاري چې پر پاکستان یې باور پیدا شوی دی.
د ده په خبره، افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ ښکار هېوادونه دي، نو ځکه دا ښه خبره ده چې دواړه په امنیتي او پوځي موضوعاتو کې همکاري وکړي.
په اسلام اباد کې خبریال طاهر خان هم د افغان سرتېرو پاکستان ته د روزنې لپاره ورتګ ښه کار بولي او وايي، دا ډول همکارۍ د دواړو هېوادونو لپاره اړینې دي.
ده زیاته کړه، پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان ملي ځواکونو له روزنې انکاري وو خو اشرف غني د پاکستان غوښتنه ومنله او سرتېري یې د کاکول اکاډمۍ ته واستول.