نن په پښتون ميشته سيمو کې د عوامي نيشنل ګوند پخواني مشر او مشهور انقلابي شاعر، اجمل خټک پنځم تلين دی. پښتانه قام پرسته سياستوال بيلابيلو ځايونو کې دستورې او غونډې کوي.
اجمل خټک د شلمې پيړۍ د پښتون قامي تحريک يو له هغو شخصيتونو څخه وو چي نه يوازې د ګڼو شعري ټولګو د چاپ له امله د انقلابي شاعر په حیث پيژندل کيږي بلکې د پښتنو په قام پرسته سياست يې هم ژور اغېز درلود.
نوموړی په ۱۹۲۵ کال کې د خيبر پښتونخوا په اکوړه خټک کي زيږيدلی وو او لا هم زده کوونکی وو چې له پښتون وطنه د انګريزښکېلاک پر ضد مبارزه کې د باچا خان په مشرۍ خدايي خدمتګار تحريک کې شامل شو.غټان غټان، نيکان نيکان پيدا دي ـ دوی خو له ځايه جنتيان پيدا دي. ځئ هغو خوارو له جنت وګټو - څوک چې له موره دوزخيان پيدا دياجمل خټک
په ۱۹۴۷ کي د پاکستان تر جوړيدو وروسته اجمل خټک د سياسي مبارزې له کبله حکومت څو ځله زندان ته واچاوه.نوموړی په ۱۹۷۲ کال کې افغانستان ته سياسي پناه يوړه. په کابل کي يې شاوخوا اوولس کاله تير کړل او په ۱۹۸۹ کال کې پاکستان ته ستون شو. له راتلو سره سم يې په عوامي نيشنل پارټی کي ګډون وکړ. وروسته ددې ګوند مشر، سنيټر او د قامي اسمبلۍ غړی شو.
وروسته يې د جنرال مشرف سره د ملاقاتونو په سر يې د عوامي نيشنل ګوند د مشرانو غړو سره اختلافات پيدا شول او په همدغه نامه يې خپل يو بېل ګوند جوړ کړ. وروسته يې بيا بيرته روغه جوړه وشوه او خپل ګوند يې ختم کړ. اجمل خټک د ۲۰۱۰ کال د فرورۍ په ۷ تاريخ وفات شو.
د عوامي نيشنل ګوند يو مشر سنيټر افراسياب خټک له اجمل خټک سره شاوخوا دوه څلويښت کاله نيزدي سياسي ملګری پاتی شوی دی. نوموړی وايي اجمل خټک ډيره پراخه سياسي پوهه درلوده او د پښتنو په نفسياتو ډير ښه خبر وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اجمل خټک زوی ايمل خټک وايي پلار يې د سياسي هلو ځلو له کبله خپلو ماشومانو سره ډير کم وخت تېر کړی. ايمل خټک زياتوي چې اجمل خټک په کابل کې اولس کاله پاتې شوی وو او په دي موده کې يې د هغه وخت افغان ولسمشر، نجيب الله سرهډيره ښه دوستي جوړه شوي وه. اجمل خټک به ماشومانو سره کرکټ هم کاوه او د خپل قام او خاورې د حقونو په اړه به يې ورته لارښوونه هم کوله.
اجمل خټک د کرکټ مينه وال وو، د پخواني افغان ولسمشر نجيب الله ښه دوست وو او ځوانانو ته به يې تل د خپلو حقونو ترلاسه کولو په اړه لارښوونې کولي
ايمل خټک زياتوي چې د پلار يې خوا او شا يو نيم سل ډايريانې پاتې شته چې هغه د خپل وخت د حالاتو او خلکو په اړه ليکلي. تر اوسه دا چاپ شوي نه دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.