'د خېبر پښتونخوا حکومت دې استعفا وکړي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا حکومت درغلي کړې، باید مستعفي شي

د عوامي نېشنل ګوند مشر دا غوښتنه تر هغه وروسته کړې چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تيرې مياشت په ٣٠ مه نېټه په بلدياتي ټاکنو کې د درغلیو تورونه ولګېدل

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په خېبرپښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند په بلدياتي ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړ او له صوبايي حکومته يې وغوښتل چې ژر تر ژره دې استعفا ورکړي.

نوموړي همدا راز وويل چې په دې صوبه کې دې د صوبايي اسمبلۍ او بلدياتي ټاکنې د يوه مؤقتي حکومت تر ادارې او د پاکستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون تر مستقيم څار لاندې بيا ترسره شي.

اسفنديار ولي دا غوښتنې د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د خپل ګوند د مرکزي کومېټې له غړيو سره تر مشورتي ناستې وروسته يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

دا ټاکنې هغه مهال لانجمنې شوې چې د عوامي نېشنل، حمعيت علماء اسلام او نورو ګوندونو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت اېتلافي ګوند جماعت اسلامي هم صوبايي حکومت په ټاکنو کې په درغليو تورن کړ او د پراخو بې نظميو يادونه يې وکړه.

اسفنديار ولي خان زياته کړه چې په خېبرپښتونخوا کې يې د بلدياتي ټاکنو د برخليک په اړه يې له نورو سياسي ګوندونو سره اړيکي نيولي او په نژدې ورځو کې به ټول ګوندونه وروستۍ پرېکړې ته سره ورسېږي.

نوموړي په خېبرپښتونخوا کې د عمران خان له خوا د بيا ټاکنو ترسره کولو د اعلان په غبرګون کې وويل:

«زه وايم چې صوبايي حکومت دې ژر تر ژره استعفا وکړي. ما تاسو ته په ډاګه وويل چې که د کوم کور څوکيدار په خپله ووايي چې په کور کې غلا ما کړې ده، نو ايا بيا د دې څوکيدار په شتون کې د هغه کور حفاظت شونى دى؟»

له بلې خوا د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د عوامي نېشنل او نورو ګوندونو له خوا په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه ردوي او وايي، که چېرې د ټاکنو په اړه کوم ګوند شکايت لري، نو يا دې د ټاکنو خپلواک کميسيون او يا هم د پاکستان سترې محکمې ته مراجعه وکړي.

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسامبلې کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي شوکت يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند د مشر د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې وويل:

»زه دا وايم چې موږه د خلکو حقوق نه دي خوړلي، نه مو لوټ مار کړى دى او نه مو ددې قوم پيسه خوړلې ده، په څه باندې او ولې استعفا ورکړو؟ ګړ بړ چې چا کړى وي، نو د هغې په اړه به موږ تحقيقات کوو، انشاء الله هغوى ته به د قانون مطابق سزا ورکوو. د دې نه نور شفافيت څه کېداى شي، چې زموږ د يوه وزير په خلاف شکايت راغى، هغه ګرفتار شو او جيل ته لاړو. نو دا فيصلې خو به نور عدالتونه کوي»

د تيرې مياشت په ٣٠مه نېټۀ په خېبر پښتونخوا کې بلدياتي يا د سيمه ييزو حکومتونو ټاکنې ترسره شوې، چې د لومړنيو غېر رسمي نتيجو له مخې پکې تر دې دمه ددې صوبه واکمن تحريک انصاف ګوند ډېرى څوکۍ ګټلي او تر ټولو مخکې دى.

د يادونې وړ ده چې په دغو ټاکنو کې د مخالفو سياسي ګوندونو ترمنځ تاوتريخوالى او وسله والې نښتې هم رامنځته شوې وې، چې په نتيجه کې يې د ټاکنو پر ورځ او همداراز تر ټاکنو وروسته تر دې دمه ٢٢ کسان وژل شوي او ګڼنور ټپيان شوي دي.

راپور: ذبيح شفق