تورخم ، یو لوی تجارتي مرکز ، خو له مواصلاتي سهولتونو بې برخې

په تورخم کې ولاړ ګاډي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله سوداګر شکایت کوي چې دغلته د مزي لرونکي ټیليفون او د انټرنیټ د نیشتوالي له کبله دوی د ستونزو سره مخ دي.

سوداګر وايي تورخم یو لوی تجارتي مرکز دی او دوی د افغانستان او د پاکستان د نورو سیمو د سوداګرو سره د اړیکو د نیولو لپاره د ټیليفون او انټرنیټ سهولتونو ته زیاته اړتیا لري. په تورخم کې یو سوداګر ایمل خان مشال راډیو ته وویل :

« موږ د چارواکو نه غوښتنه کوو چې په تورخم کې دې مونږ ته د ټیليفون او انټرنیټ سهولتونه برابر کړي، ځکه چې تورخم یو تجارتي مرکز دی، دلته لوی کاروبار روان دی، مونږ د افغانستان او مرکزي اسیا سره راکړه ورکړه لرو . »

د اکرام الله په نوم یو بل سوداګر بیا وايي په تورخم کې د فیکس ، مزي لرونکي ټیليفون او د انټرنیټ نیشتوالي د دوی په کاروبار منفي اغیز کړی دی. دی وايي سوداګر باید د نرخونو د زیاتیدو او کمیدو نه په وخت خبر شي او دا هله ممکنه ده چې حکومت ورته مواصلاتي سهولتونه برابر کړي.

خو په خیبر ایجنسۍ کې د ټیليفون اکسچینج یو چارواکی صبغت الله بیا وايي دوی هڅې کوي او کار روان دی چې په تورخم کې به ډیر زر سوداګر د ټیليفون ، فیکس او انټرنیټ سهولت ولري.