ملاعبدالمنان نیازی : کیدای شي طالبان په دوو ډلو وویشل شي

ملامنصور

راپورونه وايي د افغانستان د طالبانو ترمنځ پیدا شوي اختلافات ښايي د دې سبب شي چې دوه متوازي ډلې ترې جوړې شي.

په افغانستان کې د طالبانو یوه ډله وايي زیات احتمال شته چې طالبان به په دوو ډلو وویشل شي، ځکه چې ترمنځ یې په دې خبره اتفاق نه راځي چې د دوی د پخواني مشر ملاعمر ځای باید څوک ونیسي ؟

دا اختلافات وروسته له هغې مخې ته راغلل چې د روان کال په اګست میاشت کې د افغانستان استخباراتو خبر ورکړ چې ملاعمر دوه کاله وړاندې مړ شوی دی. طالبانو هم وروسته دا خبر تایید کړ چې ملاعمر مړ شوی دی.

افغان طالبانو هغه مهال د یوې غونډې نه پس ملامنصور خپل نوی مشر اعلان کړ خو ځینو طالب مشرانو دې سره هماهنګي ښکاره نه کړه. ځیني طالب مشران په دې خبره پر ملامنصور په قار وو چې ولې یې د ملا عمر د مړینې خبر پټ ساتلی و.

خو اوس د ملامنصور د مشرۍ د نه منونکو طالبانو د ډلې ویاند ملاعبدالمنان پرون وویل چې د ملامنصور او خپه طالبانو ترمنځ خبرې ناکامه شوي دي ، په سم لاسي ډول د ملامنصور ډلې نظر په دې اړه مخې ته نه دی راغلی.

ځیني شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو ترمنځ را پیداشوي اختلافات د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ممکنه مذاکرات د ځنډ سره مخ کوي. همدارنګه دا ویره هم شته چې د اسلامي دولت وسله واله ډله د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو نه ګټه پورته کړي.