"د غزني يو ولسوال وژل شوی"

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت د جغتو ولسوال محمد داوو ګلستانی نن (پنجشنبه) سهار له ولسوالۍ څخه ښار ته روان وو چې پر لاره ورباندې طالب وسله وال پېښ شوي دي.

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولايت د جغتو ولسوال محمد داوو ګلستانی نن (پنجشنبه) سهار له ولسوالۍ څخه ښار ته روان وو چې پر لاره ورباندې طالب وسله وال پېښ شوي دي.

ګلستانی د قياغ سيمې سه‌کلا ته رسېدلی وو چې د طالبانو په کمين اوښتی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، طالبانو د ولسوال پر موټر ډزې کړې او له يوه ملګري سره يې، همالته وژلی دی.

"کيسه داسې ده چې د جغتو ولسوال محمد داوود ګلستانی نن سهار له ولسوالۍ څخه ښار ته راپرلاره وو چې د قياغ په سه‌کلا سيمه د طالبانو په يوه کمين کې وژل شوی دی."

طالبانو د ولسوال د وژلو مسووليت منلی.

که څه هم چارواکي وايي، له ولسوال سره د هغه يو ملګری هم وژل شوی، خو طالبان يوازې د ولسوال د وژلو خبره کوي.

دا لومړی ځل دی چې چارواکي تر طالبانو، د خپلې غاړې تلفات زيات ښيي.

غزنی په دې وروستيو کې بيا ناامنه شوی او څه موده وړاندې خو يې د ناامنيو زور د ښار تر لمنو رارسېدلی وو.