“د پېښور سکول او باچاخان پوهنتون پېښې پلټنې دې وشي”

د ارمي پبلک سکول د وژل شوي ماشومانو میدې او پلرونو غوښتنه کړې ده چې پر ارمي پیلک سکول او باچاخان پوهنتون د شویو ترهه ګرو بریدونو عدالتي پلټنه دې وشي.

د ارمي پبلک سکول د وژل شوي ماشومانو میدې او پلرونو غوښتنه کړې ده چې پر ارمي پیلک سکول او باچاخان پوهنتون د شویو ترهه ګرو بریدونو عدالتي پلټنه دې وشي.

د سېشنبې پر ورځ پېښور پریس کلب کې د وژل شویو ماشومانو د کورنیو غړو پرېکړه وکړه چې د انصاف لپاره به عدالت ته ځي او په دریو ورځو کې دننه به په پېښور های کورټ کې د عدالتي کمیشن جوړولو لپاره یو خواست جمع کوي.

یاده دې وي چې د وژل شوي ماشومانو پلرونه او میندې په تعلیمي ادارو د بریدونو په شا د ککړو خلکو د نیولو او هغوي عدالت ته د وړاندې کولو لپاره وخت په وخت احتجاجي غونډې کوي.

د عدالتي پلټنو د غوښتنې په اړه لا د حکومتي چارواکو له خوا څه نه دي ویل شوي.

“حکومت دې د سکولونو مشرانو پر ضد کاروايي ودروي”

بلخوا د پاکستان شخصي سکولونو د اتحادیې مشر ویلي که چیرې حکومت د سکولونو مشرانو پر ضد روانې کاروايي و نه ودروي نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

د شخصي سکولونو د اتحادیې مشر ډاکټر ذاکر شاه د سېشنبې پر ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي چې حکومت د امنیت په نوم د سکولونو انتظامیه د سخت فشار لاندې ساتلې ده او تر اوسه د ۷۰۰ ډېرو سکولونو د مشرانو پر ضد د حکومت له خوا ایف آي ار درج شوي دي.

پر باچاخان پوهنتون د بریدوروسته حکومت د سکولونو انتظامیې ته ویلي دي چې د امنیت لپاره ګامونه پورته کړي خو د استادانو او د هغوي د اتحادیو د مشرانو وینا ده چې امنیت ټینګ ساتل د هغوي نه د حکومت ذمه واري ده.