د قبایلي سیمو وګړي له حکومته غوښتنه کوي چې په فاټا کې دې هم د پاکستاننورو پرخو غوندې بلدیاتي ټاکنې وشي چې دا شان دوی هم په قامي بهیر کې شامل شي او محرومیانې يې ختمې شي.
د عوامي نېشنل ګوند د مومندو اجنسۍ صدر نثار مومند مشال ریډیو ته وویل چې په قبایلي سیمو کې ټول اختیارات له پولیټکل انتظامیې سره دي، د هغه په خبره تر څو چې دا اختیارات ځايي ولس ته منتقل نشي ترهغو به قیابلي ولس لکه د غلامۍ ژوند تېروي.
د نوموړي په وینا چې د فاټا منتخب پارلماني غړيو قبایلي سیمو ته د اییني حیثیت ورکولو لپاره کوښښونه شورو کړي دي او دوی ګڼي که په فاټا کې د پولیټکل انتظامیې له څارنې پرته بلدیاتي انتخابات وشي نو ولس به د خپل راتلونکې فیصلې په ښه توګه وکولی شي.
د ذکر ده د فاټا پرته په ټول پاکستان کې د بلدیاتي ټاکنو بهیر بشپړ شوی دی.
خو په قبایلي سیمو کې په وروستي ځل بلدیاتي ټاکنې د پخواني پوځي مشر جنرل پرویز مشرف په واکمنۍ کې شوې وې، خو تر هغه وروسته نه دې ترسره شوې.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د اورکزۍ ایجنسۍ سېنېټر نجم الحسن وايي، بیا بیا یې په سېنېټ کې دا غوښتنه تکرار کړې ده چې د فاټا ولس بلدیاتي انتخابات غواړي او اوس یې کوښښ پیل کړی دی چې له نورو منتخبو پارلمانيغړیو سره په ګډه له صدر او وزیراعظم سره وویني او دا مسله ورته بیان کړي.
خو د خیبر ایجنسۍ لپاره د قامي اسمبلۍ غړی شاه جي ګل اپرېدی وايي، بلدیاتي انتخابات ورته د پولیټکل انتظامیې تر سیورې لاندې کېدل د منلو نه دي او دا وجه ده چې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره آواز نه پورته کوي.