'د باچاخان پوهنتون مشر مو لا نه دی ګوښه کړی'

په رسينو کې د وایس چانسلر د لیري کولو رپورټونه بې اساسه دي، ځکه چې دوی لا هېڅ فيصله نه ده کړې.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې پر باچا خان پوهنتون بريد د پلټنو لپاره دجوړې شوي کميټي سپارښتنو په رڼا کې یې د وایس چانسلر له خپلې دندې د لیرې کولو یا نه لیرې کولو پرېکړه نه ده کړې.

د خېبر پښتونخوا د اعلا وزير مشير مشتاق غني له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، چې پر پوهنتون د بريد په اړه د حکومتي کميټۍ رپورټ جاج اخلي، چې پکې د پوهنتون وایس چانسلر او د امنيت چارو مشر ذمه وار ګرځول شوی دي خو زیاتوي په رسينو کې د وایس چانسلر د لیري کولو رپورټونه بې اساسه دي، ځکه چې دوی لا هېڅ فيصله نه ده کړې.

خو د باچا خان پوهنتون وایس چانسلر ډاکتر فضل رحیم مروت وايي حکومتي کميټي بې طرفه نه وه، ځکه چې امنیت د دولت یا ریاست او حکومت ذمه واري وي.

د باچا خان پوهنتون برید څېړلو لپاره درې کسیزه حکومتي کمېټۍ د پېښور له کمېشنره، د مردان پولیسو مشر او د لوړو زده کړو محکمې له سیکرېټري جوړه وه. نو ډاکتر فضل رحیم مروت ګڼي چې امنیتي او انتظامي مشران خو خپله اصلاً د امنیت ذمه واره وي.

مروت وايي، دا سمه ده چې د پوهنتون ودانۍ دننه د امنیت ذمه واري د ده وه، خو وسله وال تر پوهنتونه څنګه ورسېدل؟

ډاکتر فضل رحیم مروت زیاته کړه چې دی هم له رسنیو خبر شوی دی چې حکومتي کمېټۍ یې د لیرې کولو سپارښتنه کړې خو زیاتوي چې حکومت ورسره تر اوسه هېڅ رابطه نه ده کړې.

په پيښور کې خبريال او کارپوهه محمد رياض د پوهنتون وایس چانسلر د لیري کولو يا نه لیري کولو موضوع ته په کتووايي دا د مسلې حل نه دی.

د جنوري پر شلمه نېټه پر باچا خان پوهنتون د وسلوالو بريد کې د دووپروفېسرانوپه ګډون يويشت زدکونکي وژل شوي ول.