د پي آی اې کارکوونکو احتجاج دوام لري

د پاکستان د هوايي کمپنۍ یا پي ای اې د نجکارۍ پر ضد د دې شرکت د کارکوونکو احتجاج په ۱۳ مه ورځ هم روان دی او د تېرو پينځو ورځو راهيسې الوتکې ولاړې دي.

د جمعې پر ورځ ناوخته د هوايي شرکت د کارکوونکو او حکومتي وزير محمد زبېر ترمنځ له ملاقاته وروسته محمد زبېر وويل چې دا احتجاج به ډېر ژر ختم شي.

خو پر دې موقع له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د کارکوونکو د مشترکه کمېټۍ مشر سهېل بلوچ وويل: “د دوی احتجاج به هم دغه رنګ تر هغوی روان وي تر څو چېيې غوښتنې نه وي منل شوي.”

په دې احتجاج کې تر اوسه دوه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي چې د د دې هوايي کمپنۍ د حالت ښه کولو لپاره دا ګام اخلي. یاده کمپنۍ له کلونو راهسې په خساره کې روانه ده.

په دې اړه د رپوټ دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پي آی اې کارکوونکو احتجاج دوام لري