محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
د کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې د جنوبي وزيرستان مکين تحصيل سره تعلق لرونکی يو ځوان نقيب مسود(چې خپل نوم يې نسيم الله دی) وژل شوی او خپلوان يې تور لګوي چې د پوليسو په يوه مبينه مقابله کې وژل شوی دی.
د کراچۍ د ملير پوليسو په مشر راو انوار د چارشنبې په شپه ځانمرګي بريد شوی چې پکې هغه بچ پاتې شوی او څلور نور پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي دي.
د جمعيت علما اسلام - ف - ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې قبايلي سيمو ته د سپريم کورټ او پېښور هاي کورټ واک غځولو په وړاندې آییني خنډونه موجود دي.
د پنجاب قصور سيمې زېنب ماشومې د وژنې پرضد په اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالانو او د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکو د چارشنبې په ورځ احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په دې پېښه کې ککړ تن دې په لويه لار کې پانسي کړی شي.
د سېنېټ يوې کميټۍ ته د اطلاعاتو د مملکت وزيرې مريم اورنګزېب ويلي چې دوی د خبريالانو د تحفظ او ښېګړې لپاره جوړې کړې دوه قانوني مسودې له هغې وروستو بېرته اخستي چې پرې د خبريالانو د سازمانونو له خوا نيوکې مخې ته راغلې وې.
د پارليمان د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ د زيارت په ورځ وشوه چې پکې د پارلېماني مشرانو ترڅنګ خارجه وزير خواجه اصف، د دفاع وزير خرم دستګير او د قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم سلاکار لېفټننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه هم ګډون وکړو.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي چې د پاکستان او امريکا د اړيکو او يو بل سره د مرستو يو تاريخ دی، اتحاديان دي او د دوه اتحاديانو ترمنځ جګړه کله هم نه وي خو د نوموړي په وينا
د باچاخان اېجوکېشن فاونډېشن تر سېوري لاندې دا وخت د خېبرپښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پينځلس باچاخان سکولونه کار کوي. د دې ښوونځيو د لړۍ پېل په ۲۰۰۷م کې د چارسدې او پېښور نه شوي وو د کوم مقصد چې د خدايي خدمتګارو د تعليم په ذريعه د ټولنې د تربيې هغه لړۍ يو وارې بيا پېلول وو چې په شلمه پېړۍ کې باچاخان او د هغه ملګرو شروع کړې وه.
د پاکستان پيپلزګوند چېرمېن بلاول بوټوزرداري يو وارې بيا پر پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف تور لګولی چې هغه يې مور او پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بوټو وژلې ده.
د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د بېنظیر بوټو لسم تلين په مناسبت په يو پيغام کې ويلي دي چې بېنظير بوټو د هغو عناصرو پرضد جګړه کوله چې د مذهب په نامه يې هېواد د يرغمال کولو کوښښ کولو.
د پښتو ژبې د ليکوال، شاعر او ژباړن ډاکټر خالق زيار لومړی تلين د هغه په پلارنۍ سيمه سېدراجوړ درګۍ کې د ګل په ورځ ولمانځل شوه چې پکې د پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو نه شاعرانو او ليکوالانو ګډون درلود.
له ملاکنډ درګۍ سره تعلق لرونکی ليکوال او شاعر ډاکټرخالق زيار د مرګ يو کال په پوره کېدو د هغه لومړی تلين هم د هغوی په کلي سېدراجوړ درګۍ کې پر ۲۵م دسمبر لمانځل کېږي چې پکې به د پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو څخه ليکوالان، شاعران، سياسي استازي او د هغه ملګري ګډون کوي.
د پاکستان د سېنېټ د بشري حقونو د فعالې کمېټۍ د پنجشنبې په ماښام د نرښځيانو د ساتنې قانون ۲۰۱۷م په نوم يو بل منظور کړی د کوم د سېوري لاندې چې به نرښځيو ته د هغوي خپل تعريف يا پېژندنه، د ناروغتيا پر وخت ميډيکل او نورې اسانتياوې ورکول کېږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د امريکايي مرستيال ولسمشر مايک پېنس هغه تورونه رد کړي چې ويلي وو پاکستان ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي . د بهرنیو چارو سېکرېټرې تهمينه جنجوعه ويلي دي چې په پاکستان کې د ترهه ګرو پټنځايونه هېڅ وجود نه لري.
د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د پنجشنبې پر ورځ د يو امريکايي ديني عالم ډاکټرابراهيم موسا د اردو کتاب "ديني مدارس، عصري معنويت اور جديد تقاضے" مخکتنه وشوه چې پکې د پوهنتون د زده کوونکو او استاذانو پشمول يو شمېر ليکوالانو او ديني عالمانو ګډون وکړ.
د اسلام اباد په پي اېن سي ای (پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس) کې د سه شنبې په ورځ د انځورګرۍ نهم قامي نندارتون پېل شو کوم چې به تر دوه مياشتو روان وي.
د ۲۰۱۷م کال پر ۱۳مه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار محمد اقبال خان د جمعې په ورځ د خپل زوي د وژنې په مقدمه کې د وروستي ګواه په توګه خپل بيان ثبت کړی دی.
د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزې جرګګۍ په دې اړه د جمعې په ورځ خپله فیصله واوروله.
د پاکستان سپريم کورټ د پخواني وزيراعظم نوازشريف او د هغه د کورنۍ د غړو پرضد د حدېبيه پېپرملز د مقدمې بيا پرانستلو د نېب درخواست رد کړی.
د دسمبر پر څوارلسمه نېټه د متحده عرب اماراتو په شارجه کې په لومړي ځل د لس اورونو د لوبو سيالي د ټي ټېن کرکټ ليګ په نوم پېل کېږي چې پکې شپږ لوبډلې برخه اخلي.
نور وښیئ