د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک ویلي دي چې وفاقي حکومت ورته ډاد ورکړی چې غربي سړک به تر ۲۰۱۸ کال پورې مکمل کړي خو ترڅو چې حکومت په غربي سړک کار پیل نه کړي ترهغو به يې تسلي ونه شي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د خېبر پښتونخوا د بلدیاتو وزیر عنایت الله وویل چې د ګل په ورځ يې د وزیراعلی پروېز خټک په مشرۍ کې د منصوبه بندۍ او د پرمختګ وفاقي وزیر احسن اقبال سره په اسلام آباد کې ولیدل او د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ ترلاندې جوړیدونکي غربي سړک او اقتصادي زونونو لړ کې يې د خپلو خدشاتو نه خبر کړو.
نوموړي زیاته کړه چې وفاقي وزیر د دوی اندیښنې لیرې کولو کوښښ وکړو او ډاډګیرنه يې صوبایي حکومت ته ورکړه چې ړومبې به د غربي سړک منصوبه سر ته رسول کېږي.
د خېبر پښتونخوا له صوبايي مشرتابه سره له ملاقات ورستو د ګل په ورځ په اسلام آباد کې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر احسن اقبال یوې خبري غونډې ته وویل چې غربي سړک د دې منصوبې برخه ده او وفاقي حکومت د ملک ټولو سیمو ته یو شان موقعې ورکوي او دا منصوبې سر ته په رسېدو سره به د ملک او د دې سیمې تقدیر بدل شي.
د ذکر ده چې په تېره میاشت کې له وزیراعظم کوره خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ول، د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې به په خېبر پښتونخوا کې اووه (۷) او په بلوچستان کې به پنځه (۵) صنعتي زونونه جوړېږي او ځایونه هم ورته په نښه كړل شوي دي.
د سیمه ایزو چارو کارپوه ډاکټر سید عالم مسود وايي، د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې چې کله هم اپوزیشن ګوندونه په حکومت فشار راوړ نو دوی په فوري توګه د منصوبو اعلان وکړ.
ډاکټر سید عالم مسود د غربي سړک د اهمیت په اړه وايي چې د شرقي سړک په نسبت د غربي سړک نه دا چې ګټې زیاتې دي بلکې دا سړک تر شرقي سړکپنځه سوه (۵۰۰) کلومیټره کم هم دی.
یاده دې وي چې د تیر کال په اپريل مياشت کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام آباد کې قريبا د ٤٦ اربه ډالرو ماليت منصوبې لاسليک کړې وې چې پکې د نورو تر څنګ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه هم شامل وه.