"په پاکستان کې تل د سر شمېرنې پر مهال پښتنو سره زیاتی شوی"

مختارخان یوسفزی

د قامي وطن ګوند په نوښت په پېښور کې ټول ګوندیزه غونډه وشوه چې پکې د مختلفو سیاسي ګوندونو مشرانو او حکومتي چارواکو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې په هیواد کې دې کور شمېرنه او سر شمېرنه زر نه زر تر سره کړي.

غونډې ته د وینا پر مهال مشرانو همدارنګه د مرکزي حکومت نه د خېبر پښتونخوا صوبې د بجلۍ د ګټې د پاتې پيسو غوښتنه هم وکړه او د ګوادر-کاشغر اقتصادي لارې د پښتنو په ګټه د جوړولو لپاره یې هم د خپلو هڅو د جاري ساتلو هوډ وکړ.

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک په دې موقع وویل :

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پروېزخټک: مرکز نه د پښتنو حقونه غواړو

د پاکستان پخواني داخله وزیر او د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېر پاو په دې موقع وویل تر څو صوبې مظبوطې نه وي مرکزي حکومت مظبوطیدای نشي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افتاب احمد خان شېرپاو : تر څو صوبې مظبوطې نشي مرکز به کمزوری وي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر مختارخان یوسفزی وايي په پاکستان کې تل د سر شمېرنې پر مهال د پښتنو سره ټګي برګي او زیاتی شوی. دی وايي که د پښتنو سمه سر شمېرنه وشي نو دوی ډېر وګړي او ډېر وسایل لري.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مختارخان یوسفزی: په پاکستان کې د سر شمېرنې پر مهال تل پښتنو سره زیاتی شوی

د جمیعت علما اسلام ګوند یو مشر مولانا ګل نصیب خان هم ټول ګوندیزې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل چې په پاکستان کې مقتدرو قوتونو تل ملک د بحران سره مخ کړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مولانا ګل نصیب خان: مقتدر قوتونه پاکستان د بحران سره مخ کوي.