"پاکستان به هيڅکله د طالبانو خلاف عمليات ونه کړي"

پروفيسر کريسټين فيير

امريکا کې د جارج ټاون پوهنتون (Georgetown University) استاده او د پاکستان په اړه د ګڼو څيړنو کوونکې پروفيسره کريسټين فيير وايي افغانستان بايد ډير پخوا د طالبانو سره د پاکستان د مرستې په اړه ملګرو ملتونو کې شکايت کړی وی. د هغې په وينا پر پاکستان بايد نړيوال فشار راشي. نوموړې سره بشيرګواښ مرکه کړې

پوښتنه: افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي نور له پاکستانه دا تمه نه لري چې طالبان دي افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښېنوي خو خبرو ته نه حاضرېدونکو طالبانو پر ضد بايد د وعدې سره سم عمليات وکړي. آيا پاکستان به په خپله خاوره موجودو افغان طالبانو پر ضد کاروايي وکړي؟

کريسټين فيير: نه، هغوی به داسې ونه کړي. کله چې اشرف غني ولسمشر شو نو د پاکستان په اړه ډير سخي وو. هغه پر پاکستان د شک سربېره باور وکړ. پاکستان د دې باور ارزښت نه درلود. خو تاسي وليدل چې بيا څه وشول. غني ډير وخت پس په دې پوه شو چې پاکستان سره جوړ جاړی نه شي کیدلی. پاکستان به طالبانو خلاف هيڅکله عمليات ونه کړي ځکه چې دا يې مهم ستراتيژيکې اثاثې دي. همداراز حقاني شبکه هم ــــــ چې پاکستان لپاره تر طالبانو ډير اهميت لري ځکه چې د تشدد په رامنځته کولو ډير تکړه دي. نو پاکستان به هيڅکله افغان طالبانو مذاکراتو ته حاضر نه کړي. که هغوی دا لوبه په جګړه ګټلی شي نو ولې خبرې وکړي؟ ډير پاکستانيان به وايي چې دا ته څنګه ويلی شي ځکه چې پاکستانيان هم له ترهګرۍ ځوريدلي او ځوريږي. زه وايم دا د پاکستان د پاليسيوو نتيجه ده.

کابل کې د طالبانو وروستي بريد کې ۶۴ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ ډير ژوبل شول

پوښتنه: ولسمشر اشرف غني ويلي چې که پاکستان کې د طالبانو ملاتړ دوام وکړي نو دوی به ملګرو ملتونو کې امنيت شورا ته شکايت وکړي. دغه دريځ ته څنګه ګورئ؟

کريسټين فيير: افغانستان بايد دا کار ډېر پخوا کړی وای چې د پاکستان په اړه يې د ملګرو ملتونو فشار غوښتی وی. پاکستان ملګرو ملتونو ته وړو وړو شيانو لپاره ځي. د کشمېر په شان بې اساسه مسلو لپاره په داسې حال کې ورځي چې د ملګرو ملتونو له ګڼو اصولو او قراردادو سرغړونه کوي لکه د جماعت الدعوه، جيش محمد او طالبانو وسله والو ډلو پر ضد هيڅ نه کوي. نو خبره دا ده چې پاکستان پخپله هيڅ نه کوي. پاکستان به هله د وسله والو خلاف ګامونه واخلي چې سزا او فشار وويني. د دې کار لپاره د ملګرو ملتونو ګام اخيستل ضروري دي خو تر دې هم د امريکا اقدام ډير اهميت لري. امريکا پاکستان سره ډېرې مرستې کوي. ماته د يو امريکايې په توګه دا ډيره خواشينونکي ده چې موږ په داسې حال کې د پاکستان ملاتړ کوو چې په مسلسل ډول موږ او زموږ د ناټو او افغانستان اتحادي ځواکونه وژني.

پاکستان به هيڅکله افغان طالبان مذاکراتو ته حاضر نه کړي. که هغوی دا لوبه په جګړه ګټلی شي نو ولې خبرې وکړي؟

پوښتنه: نو تاسي څه فکر کوئ چې ولسمشر باراک اوباما به د خپلې کاري مودې په آخره کې، ستاسو په اصطلاح پاکستان ته د سزا ورکولو لپاره کوم ګام واخلي؟ کنه دا مسله به راتلونکې ولسمشر يا ولسمشرې ته پاتې کيږي؟ يا که دا پوښتنه په عاميانه ډول داسې وکړم چې افغانانو لپاره کوم کانديد ښه دی؟

کرسيټين فيير: د باراک اوباما په اړه لنډ ځواب، نه، دی. د هغه په کاري موده کې که څه هم ډير امريکايي وګړي او زموږ اتحاديان ووژل شول خو بيا هم موږ پاکستان ته ايف ۱۶ الوتکې ورکړي. د دې الوتکو د ورکړې هدف د ترهګرو وژل نه بلکې پاکستان ته په ستراتيژيکه کچه په داسې حال کې انعام ورکول وو چې هغوی يې جوګه نه وو. نو زه وايم چې د اوباما اداره به داسې هيڅ ونه کړي چې تر پخوا مختلفه وي.

ستا د دوهمې پوښتنې په ځواب کې بايد ووايم چې امريکا کې د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره کانديدانو کې يوازې دوو کسانو د پاکستان په اړه خبرې کړي.

لومړی، ډونلډ ټرمپ ـــ پر ډونلډ ټرمپباور نه شي کيدلی ځکه هغه د خلکو د پام را اړولو لپاره هر څه وايي.

دوهم هيلري کلنټڼ - هيلري پخوا هم پاکستان ته سختې سختې خبرې کړې لکه هغه مشهور تقرير يې دی چې وايي: تاسي د وسله والو ملاتړ کوئ او که په خپله حويلۍ کې د ګاونډيانو د چيچلو لپاره ماران ساتۍ نو دا تمه نه شئ کولی چې دا ماران به تاسي نه چيچي. نو فکر کوم چې د پاکستان او افغانستان د مسلې د حل لپاره هيلري کلنټن ښه ده.

دا مرکه دلته په غږ کې اوريدلی شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان، طالبانو او پاکستان په اړه د کرسټين فيير سره مرکه